لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانډونيشيا پوځي الوتکه تباه،٣٧ کسان مړۀ


 دپوځي وياند ترمخه هرکوليس سي-١٣٠ الوتکه کې دپائيلټ په گډون ١٢ عسکر سپارۀ وؤ چې پکې دپينځوؤ مړي ترلاسه شوي دي.
دپوځي وياند ترمخه هرکوليس سي-١٣٠ الوتکه کې دپائيلټ په گډون ١٢ عسکر سپارۀ وؤ چې پکې دپينځوؤ مړي ترلاسه شوي دي.

دانډونيشيا چارواکي وائي دسمالټرا جزيره کې ديو پوځي الوتکې دراغورځيدو اؤ تباه کيدو پيښه کې لږ ترلږه ٣٧ کسان مړۀ شوي دي.

دپوځي وياند ترمخه هرکوليس سي-١٣٠ الوتکه کې دپائيلټ په گډون ١٢ عسکر سپارۀ وؤ چې پکې دپينځوؤ مړي ترلاسه شوي دي.

سيمه کې په سمدستي توگه امدادي هلې ځلې پيل کړل شوي دي.

چارواکي وائي دغه پيښه دنهې په ورځ په مدان نومې ښار کې رامينځته شوې چرته چې دڅلورو اينجنو هرکيوليس الوتکه دابادۍ په سيمه کې راغورځيدلې ده، دميډيا راپورونو ترمخه دغه الوتکه په دوؤ کورونو اؤ يو گاډي وغورځيدلې اؤ وروستو پرې اور لگيدلى دى.

دانډونيشياء په ټي وي چينلو ښودل شوؤ منظرونو کې ښودل شوي چې کورونه اؤ دهوټلونو ودانۍ داور اؤ لوگو په غيږه کې دي.

يو پوځي وياند وئيلي دي چې الوتکه ديوې نزدې هوائي اډې څخه دالوت څخه څو منټه وروستو دپيښې ښکاره شوې ده.

داطلاعاتو ترمخه دتکنيکي خرابۍ له امله دالوتکې پائيلټ دپيښې څخه دمخه بيرته په هوائي اډه دکوزيدو وينا کړې وه، دپيښې سره مخ شوې الوتکه په کال ١٩٦٤ء کې جوړه کړل شوې وه.

دانډونيشيا دايوي ايشن سيفټي نيټ ورک ترمخه دتيرې يوې لسيزې په مهال لس خونړۍ فضائي پيښې رامينځته شوي دي.

٢٠٠٩م کې هم دجکارته څخه ختيز جاوا ته تلونکې سي ١٣٠ هرکيوليس الوتکه دپيښې ښکار شوې وه چې پکې ٩٧ کسان مړۀ شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG