کولمبو کې د پاکستان او سري لنکا کرکټ تيمونو د ټيسټ ميچونو د سيريز دويم مېچ سري لنکا وگټو ، او پاکستان ته يې په اووه وکټو ماتې ورکړه .
د پاکستان لخوا په دويم اننگز کې سري لنکا ته د ۱۵۳ رنزونو هدف ورکړی شوی ؤ ، او د ميچ په اخرني او پينځمه ورځ نن سري لنکا په درې لوبغاړو سوځېدو په اسانۍ سره پوره کړو .
د مېچ په سر کې پاکستان په خپل لمړي اننگزکې ۱۳۸ رنزونه جوړ کړي وو . چې زيات رنزونه پکې د محمدحفيظ وو او هغه په ۴۲ رنزونو اؤټ شوی ؤ .
او بيا سري لنکا په خپل لمړي اننگز کې ۳۱۵ رنزونه جوړ کړل .
د پاکستان دويم اننگز د لمړي اننگز په پرتله ښه ؤ ، او د اظهرعلي د ۱۱۷ رنزونو سره پوره ټيم په ۳۲۹ رنزونو اؤټ شوی ، او سري لنکا ته يې د ۱۵۳ رنزونو هدف ورکړی ؤ ، چې سري لنکا په اسانۍ سره پوره کړو .
د پاکستان او سري لنکا ترمينځ د درېو ټيسټ ميچونو په سيريز کې په لمړي مېچ پاکستان ـ سري لنکا ته په ۱۰ وکټو ماتې ورکړې وه .
سري لنکا د دويم ميچ گټلو سره سيريز هم برابر کړو .