لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کېري:ايران سره په جوهري تړون کې خنډان اوس هم موجود دي


د ايران په جوهري تړون په داسې حال کې خبرې رواني دي ، چې د دغې تړون دپاره د جون ۳۰م نېټه ټاکل شوې خو په خبرو کې لا اوس هم خنډان موجود دي .
د ايران په جوهري تړون په داسې حال کې خبرې رواني دي ، چې د دغې تړون دپاره د جون ۳۰م نېټه ټاکل شوې خو په خبرو کې لا اوس هم خنډان موجود دي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ، ايران سره جوهري مذاکرات کار هيله مند دي چې دغه تړون به وشي ، خو دويې به په سختو معاملاتو باندې د خبرو اترو د پړاؤ نه تېريږي .

جان کېري دغه خبري په ويانا کې د خالي په ورځ په داسې مهال کړي دي چې د ايراني خارجه وزير محمدجوادظريق سره يې په بنده کمره کې د خبرو اترو د پړاؤ پېل کړی دی .

د جان کېري په وينا ، زه گڼم او دا وئيل به مناسب وي چې مونږ هيله مند يُو . مونږ ته به گران کار کول وي او مونږ ته ځينې سختې کشالې رامخې ته دي او زه گڼم چې دلته به مونږ ته ختمي هڅې کول وي چې ايا تړون ممکن دی که نا .

جوادظريف وئيلي د پرمختگ او لاس ته راوړنو دپاره به دواړو فريقو ته سخت گران کارکول وي .

د جوادظريف په وينا، زه د دې خبرې سره اتفاق کوم چې سخت کار به کول وي ، چې مونږ پر وړاندې لاړ شو، مونږ پُرعزم يو چې مونږ به هر هغه څه کوؤ کوم چې کولی شو چې دا مهمه هدف حاصل کړو، ځکه چې د دې خبرو سره ډېر څيزونه تړلي دي او مونږ به دغه خبرې په نظر کې ساتو.

د خالي په ورځ له دې وړاندې جوادظريف وئيلي ؤ ، که چرته دويم فريق مثبت گام پورته کوي او ډېرې زياتې غوښتنې نه وړاندې کوي نو مونږ به يقيني ده چې کوم تړون ته ورسېږو کوم چې به د ټولو په خېر وي .

د فرانس خارجه وزير لورې فېبس وئيلي چې درې شرطونه دي ، په کومو چې خبرې کول پاتې دي ، د دې دپاره چې يو کامياب تړون وشي .

د ايران په جوهري تړون په داسې حال کې خبرې رواني دي ، چې د دغې تړون دپاره د جون ۳۰م نېټه ټاکل شوې خو په خبرو کې لا اوس هم خنډان موجود دي .

العالم نېټ ورک سره سره په يوه مرکه کې د ايران لوړ پوړي جوهري مذاکرات کار مرستيال خارجه وزير عباس عراقچي وئيلي ، يو چېلنج دا دی چې د اپرېل په دويمه نېټه د تړون دپاره کوم چوکاټ باندې صلاح شوې وه ، د هغې وروستو په خبرو کې د برخه اخيستونکو ځينو ملکونو نظر بدل شوی دی .

نوموړي د کوم ملک نوم نه دی وئيلي .

د اپرېل په مياشت کې ايران، امريکا، روس، چين، فرانس، برطانيه او جرمني (چې دغو ملکونو ته د پي فائيو پلس ون نوم ورکړی شوی) داسې تړون ته رسېدلي چې وئيل کېدل دا تړون به د ختمي معاهدې بنياد جوړ شي . چې په نتيجه کې به يې په ايران بنديزونو کې نرمي وشي ، او د ايران د جوهري وسلو جوړولو صلاحيت به محدود کړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG