لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان منلې چې دداعش خطرې سره مخ دی


پاکستان افغان حکومت باندې هم غږ کړی چې پخپله خاوره دداعش دپرمختګونو مخه ونیسي
پاکستان افغان حکومت باندې هم غږ کړی چې پخپله خاوره دداعش دپرمختګونو مخه ونیسي

پاکستان وايي هیواد ته يې دداعش دننوتلو د مخې نیولو دپاره حکومت څومره چې ممکن وي هڅې کوي خو بیا هم د پاکستان په ګډون ټوله جنوبي ایشیائي سیمه کې دداعش خطره موجوده ده.

دزیارت په ورځ دبهرنو چارو په هکله دسینیټ قائمه کمټې ته داحوال تیرولو په مهال دپاکستان دبهرنوچارو سکتر اعزاز چوهدري وئیلي دافغانستان په خاوره دداعش دموجودګۍ راپورونه شته خو په پاکستان کې داعش وجود نه لري اؤ پاکستان افغان حکومت باندې هم غږ کړی چې پخپله خاوره دداعش دپرمختګونو مخه ونیسي.

نوموړي دپاکستان په خاوره دداعش دموجودګۍ څخه دغه انکار په داسې حال کې کړی چې دپاکستان دننه یو شمیر جنګیالو کمانډرانو دداعش سره په ښکاره جاره نه یوازې دپیوستون اعلان کړې بلکې ددغه هیواد دننه د ورانکارۍ یو شمیر پیښو کې دککړتیا ذمه واري یې هم پخپله غاړه اخستې ده.

په نزدې وختونو کې دپاکستان د پنجاب اؤ خیبرپښتونخواصوبو په بیلابیلو ښارونو کې دداعش په پلوۍ په دیوالونو نعرې لیکل شوي چې په میډیا کې هم یې هم واضحه کوریج موندلی دی.

خوښاغلي چوهدري بیا داامکان نه دی ردکړی چې ګنې پاکستان ته دداعش لخوا کوم ګواښ څیلمه نه دی.

هغه وویل نه یواځې پاکستان بلکې ټوله جنوبي ایشیاء دداعش دګواښ سره مخ ده.

سرچینې وایي ددغه غونډې په مهال افغانستان کې د سولې دټینګښت اؤدافغان چارواکو لخوا په دې وروستو کې په پاکستان دلګیدلو تورونو په اړه هم اوږدې خبرې شوي دي .

دخارجه چارو په هکله دپاکستان دوزیراعظم مشاور سرتاج عزیز افغانستان کې دجکړې دنه ختمیدو دعلتونو په اړه غونډې ته وویل افغان حکومت غواړي چې د سولې ټینګښت دپاره طالبانو سره دخبرو اترو لاره خپله کړي خو دطالبانو ځینې ډلې حکومت سره خبرو ته تیارې دي اؤ ځینې نه .

دسرچینو په وینادسرتاج عزیز ددغه دریځ په مقابل کې پاکستان پیپلز پارټۍ سره تعلق لرونکي سناتور فرحت الله بابر پوښتنه کړې چې ایا افغان ‌طالبان نور دپاکستان دلاسه وتلي که څنګه ؟

سرتاج عزیز وئیلي افغانستان کې دنوي حکومت جوړیدو څخه وروستو حالات یو څه ښه شوي دي اؤ که دافغان حکومت د پلان مطابق ‌دطالبانو اؤ حکومت ترمینځه خبرې کیږي نو په دغو خبرو اترو کې به دپاکستان کردار یوازې د اسانۍ ورکوونکي یا سهولت کار وي.

خارجه سکتر اعزازچوهدري هم غونډې ته وئیلي پاکستان افغان طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړی چې نوره باید خپله جکړه ختمه کړي اؤ هم يې افغان حکومت ته وئیلي چې طالبان دې زمکنۍ قبضې کولو ته نه پریږدي.

خو دافغانستان داستخباراتي ادارې یا ملي امنیت ویاند دپاکستاني چارواکو ددې څرګندونو څخه یواځې یوه ورځ دمخه تور لګولی ؤ چې دګل په ورځ دافغانستان په پارلمان کومه حمله شوې وه هغې کې دحقاني نیټ ورک یو کمانډر اؤ دپاکستان داستخباراتي ادارې یو افسر لاس لري اؤ ددغه برید پلان په پیښور کې تیار شوی ؤ.

غونډې ته دپاکستان خارجه سکتر داهم وویل چې دکله راهسې شمالي وزیرستان کې د جنګیالو په ضد ضرب عصب عملیات پیل شوي دهغې راپدیخواد ترهګرۍ پیښې تر ډیره حده کمې شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG