لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش جنگيالي يوځل بيا کوباني ښار ته ننوتلي


 دغه ډله وائي چې په کوباني ښار کې سختې نښتې روانې دي چې پکې په لسگونو خلک مړۀ اؤ ژوبل شوي دي.
دغه ډله وائي چې په کوباني ښار کې سختې نښتې روانې دي چې پکې په لسگونو خلک مړۀ اؤ ژوبل شوي دي.

دجگړې څارونکې يوې ډلې وئيلي دي چې تندروه ډلې داعش دکردانو په قبضه کې دشام په سرحدي ښار کوباني کې کارروائي پيل کړې ده.

برطانيه کې قائمې ډلېسيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس دزيارت په ورځ وئيلي دي چې ددغه بريد پيل دترکي دپولې ترڅنگ ديوې لارې سره نزدې دځانمرگي چاؤدنې څخه شوى اؤ په دغه بريد کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي.

دغه ډله وائي چې په کوباني ښار کې سختې نښتې روانې دي چې پکې په لسگونو خلک مړۀ اؤ ژوبل شوي دي.

کردانو ته دامريکا په مشرۍ دفضائي ائتلاف ملاتړ ترلاسه دى اؤ هغوي تر څو اوونو دنښتو څخه وروستو دجنورۍ په مياشت کې په کوباني ښار قبضه کړې وه.

دکوباني ازادي دعراق اؤ شام په لويه برخه دقابضې تندروه ډلې داعش په ضد جگړه کې يو ستر برياليتوب گرځول کيدو.

دزيارت په ورځ دغه ډلې دا اطلاع هم ورکړې چې داعش شمال ختيز ښار حسکه کې دحکومتي ځواکونو څخه په دوؤ ځائيونو قبضه کړې ده.

خو دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دشامي پوځ سرچينو ددې خبرې ترديد کړى اؤ وئيلي يې دي چې پوځ دجنگيالو بريد پشا تمبولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG