لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې اووه يورپي هېوادونو ته د غټې وسلې منتقل کولو اعلان


دغه غټه وسله به درې بالټک رياستونو، ايسټونيا، لتهوانيا او لټويا نه علاوه بلغاريه، رومانيه او پولينډ کې اېښودلی شي او ځينې به جرمني ته منتقل کولی شي .
دغه غټه وسله به درې بالټک رياستونو، ايسټونيا، لتهوانيا او لټويا نه علاوه بلغاريه، رومانيه او پولينډ کې اېښودلی شي او ځينې به جرمني ته منتقل کولی شي .

امريکې د خپلو۲۵۰ ټېنکونو، بکتربندگاډو او غټو توپونو د ختيز او منځني يورپ اووه ملکونو ته د منتقل کولو اعلان کړی دی .

د نهې په ورځ د ايسټونيا پلازمينه ټيلن کې خبريالانو سره د خبرو په مهال د امريکې د دفاع وزير ايش کارټر ووئيل د امريکې لخوا د دغې گام مقصد د خپلو نېټو اتحاديانو عدم تحفظ لرې کول دي څوک چې د هغه په وينا د روس او نورو ترهگرو ډلو نه د راپېښو خطرو په وجه ځان غېر محفوظ گڼي .

ايش کارټر وئيلي دغه غټه وسله به درې بالټک رياستونو، ايسټونيا، لتهوانيا او لټويا نه علاوه بلغاريه، رومانيه او پولينډ کې اېښودلی شي او ځينې به جرمني ته منتقل کولی شي .

هغه وئيلي چې په دويې کې به هر يو ملک کې دومره وسله ذخيره کولی شي څوک چې لږ تر لږه د پوځ يوه کمپنۍ چې په ۱۵۰ سپاهيانو مشتمله وي يا يو بټالين چې پکې ۷۵۰ پوځي عسکر وي د هغويې د ضرورتونو دپاره به پوره وي .

ټيلن کې د درې بالټک رياستونو د دفاع وزيرانو سره د ليدو وروستو گډې خبري غونډې ته په وينا کې اېش کارټر ووئيل چې منځني او ختيز يورپ کې به په دغو ملکونو کې په عارضي توگه دومره گاډي او اړونده وسله اېښودلی شي کومه چې به د يو ارمرډبريگيډ د لړاکا دستې دپاره کافي وي .

هغه ووئيل په دغو ملکونو کې اېښودونکې دغه امريکايي وسله او گاډي به د تربيي او پوځي مشقونو په غرض د سيمې نورو علاقو ته هم تلی شي .

د امريکې د دفاع وزير په ډاگه کړې چې ملک يې د روس سره د کوم سوړ جنگ نښول يا محاذ تودول نه غواړي خو امريکا په سيمه کې دخپلو اتحاديانو د دفاع دپاره گامونه ضرور پورته کوي .

د امريکې د دفاع وزير په اعلان غبرگون کې د روس حکومت يو چارواکي وئيلي چې د ټېنکونو او غټې وسلې د روس په پوله پرتو ملکونو ته منتقل د سوړ جنگ د خاتمې نه پس د امريکا تر ټولو جارحانه گام دی .

د وسلې د منتقل کولو د امريکايي منصوبې په غبرگون کې د روس صدر ولاديمير پيوټن د وړاندې نه اعلان کړی ؤ چې ملک به يې د خپلو جوهري وسلو په ذخيره کې د ۴۰ نه زياتو بېن البراعظمي ميزائيلو اضافه کوي .

د نيټو دپاره د امريکې سفير ډگلس لوټ د نهې په ورځ برسلز کې خبريالانو ته وئيلي چې د دغې منصوبې لاندې به صرف غټه وسله يورپي ملکونو ته منتقل کولی شي ، او د امريکې د دغې وسلې سره د خپلو پوځي دستو لېږلو هيڅ اراده نشته .

د يورپ په بيلابيلو ملکونو کې د امريکې ۶۵زره پوځي اهلکار د وړاندې نه موجود دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG