لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان حکومت اؤ طالبانو استازو داوسلو کانفرنس کې گډون کړى


 دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت يو وياند وئيلي دي چې داوسلو څخه شل کلو ميټره ختيز لوري لوسبي کې کانفرنس ته دشپږو کسانو يو هيئت ليږلى دى.
دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت يو وياند وئيلي دي چې داوسلو څخه شل کلو ميټره ختيز لوري لوسبي کې کانفرنس ته دشپږو کسانو يو هيئت ليږلى دى.

دنهې په ورځ دافغان حکومت اؤ طالبانو استازو ناروى کې دشخړو دهواري په لارو چارو خبرو اترو لپاره په يو نړيوال کانفرنس کې برخه اخستې ده خو اوسلو وائي چې ددغو دواړو خواؤ ترمينځ دباضابطه خبرو اترو کوم پلان نشته.

دکولمبيا صدر وان مينؤل سينټاس ، دايران مرستياله صدره معصومه ابتکار اؤ دانډونيشياء دبهرنو چارو وزير ريټرو مرسودي هم دامن مذاکراتو په اړه ددغه دوه ورځنۍ غونډې په ١٥٠ؤ برخه والو کې شامل دي

دغونډې په پيل کې دناروى دبهرنو چارو وزير بويرج برينډي خبريالانو ته وويل (دافغانستان په اړه) دباضابطه امن خبرو اترو پلان نشته، خو دهغه په قول دامن لپاره به مخالفينو ته پخپل مينځ کې خبرې اترې کول وي.

دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت يو وياند وئيلي دي چې داوسلو څخه شل کلو ميټره ختيز لوري لوسبي کې کانفرنس ته دشپږو کسانو يو هيئت ليږلى دى.

همدغه شان دافغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وئيلي دي چې دغه غونډه کې دهغوي يو درې کسيز هيئت گډون کوي.

طالب وياند دميډيا دا راپورونه رد کړي دي چې گنې دواړه خواوې( افغان حکومت اؤ طالبان) به دهاغه شخړې دهواري لپاره دامن خبرې اترې وکړي چې پکې په زرگونو خلک وژل شوي دي.

يو بيان کې هغه وئيلي دي دا دعوه ناسمه ده اؤ زياته کړې يې ده چې ددې کال کانفرنس کې به برخه وال يمن، سوډان، صوماليه اؤ افغانستان کې دستونزو اؤ اړي گړي په اړه دخپلو خيالاتوڅرگندونه کوي

خو طالبانو اکثره دامريکا ملاتړي افغان حکومت سره د١٣ کلنې جگړې دخاتمې په اړه دغونډو اهميت هاغسې نۀ دى گرځولى لکه څنگه چې يې په حقيقت کې لري، چې پکې دمئ په مياشت کې قطر کې ترسره شوې ليدنه هم شامل ده.

دناروى دبهرنو چارو وزير بويرج برينډي پخلى کړى دى چې ناروى دجون دمياشتې په پيل کې دهغه په قول دهاغو غيررسمي خبرو اترو ميلمستيا کړې وه چې افغانستان کې دښځو په حقونو اؤ دجينکو په تعليم پسې يې اړه لرله اؤ پکې دواړه حکومتي اؤ دطالبانو هيئتونه شامل وؤ.

دهغه په قول دشام څخه تر نائجيريا دنړۍپه زياترو برخو کې تشدد سيوا شوى اؤ زياته کړې يې ده چې دڅو لسيزو دمثبتو پرمختگونو څخه وروستو هغوي ځينې ستونزې ليدلي دي.

افغانستان کې دتيرکال اخره کې دامريکا په مشرۍ د١٣ کلنې جگړې پاې ته درسيدو څخه وروستو سږکال افغان حکومت دبهرنو ځواکونو دفضائي ملاتړ څخه پرته دسلامتۍ دچيلنجونو سره مخ دى اؤ دطالبانو له لوري دسپرلي دروايتي جگړې داعلانيدو څخه وروستو دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده چې پکې په لسگونو عسکر اؤ اولسي وگړي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG