لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټقالو کې د پیغام فنکار سید رحمان شينو (بنډلي ماما)


سید رحمان شينو عکس
سید رحمان شينو عکس

سید رحمان شينو واېي د 1972 راهسې پښتانه خندوي او په خپلو ټقالو کې د ټولنې په نيمگړي او ناسمه کارونو گوته ږدي- د ډیوه ریډیو په خپرونه بله ډیوه کې په خبرو کې ښاغلي شينو اوویل چې په ورکوټوالي به یې په پېښور کې رکشه چلوله او هم یوه ورځ د سورلو په لټون کې د پېښور ریډیو په چارواکو پېښ شو او هغویې سټوډیو ته بوتلو او هم دغه شان د هغه فنکار شينو کار شورو کړو-

سید رحمان شينو د ریډیو، ټي وي، او سټیج تکړه منر مند دی- او تر اوسه یې د سوونو په شمیر د ټوقو ټقالو ډرامو کې کار کړیدی- خو واېي نن سبا ډیر کم خو معیاري کار کوي- ‍‍شینو دا وخت شخصي ټي وي خیبر کې شينو مينو شو کوربه هم دی-

د ‍شینو په ډرامو کې جانان، رنگ په رنگ، ميم زر ما، او جهوټ کي عادت نهي مشهورې ډرامې دي- د هغه یو شمیر کردارونه پښتنو خوښ کړي لکه بنډلي ماما-

د شينو زیاتره ډرامې د یو بل تکړه هنر مند اسماعيل شاهد سره یو ځاېی راغلي دي- خو وس دواڼه ډیروخت وشو یو ځایې کار نه کوي- ډیوه ریډیو سره په خبرو کې شينو واېي د اسماعيل شاهد سره به ډیر زربیا یو ځایې کار شورو کړي-

نور تفصیل په مرکه کې واورۍ چې همکار وکيل خان ورسره کړې ده

please wait

No media source currently available

0:00 0:53:03 0:00
Direct link

XS
SM
MD
LG