لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: چاؤدنه کې د اولسوال په گډون څلور کسان وژل شوي


د اشکمش ضلعې مشر عبدالحميد حقجو د ضلعې د مواصلاتو د مشر سره د امنيتې پوستو دوره کوله ، چې په دغه مهال پرې ماين چاؤدنه وشوه ،
د اشکمش ضلعې مشر عبدالحميد حقجو د ضلعې د مواصلاتو د مشر سره د امنيتې پوستو دوره کوله ، چې په دغه مهال پرې ماين چاؤدنه وشوه ،

د افغانستان د تخار ولايت (صوبې) په اشکمش اولسوالۍ (ضلع) کې شوې يوه ماين چاؤدنه کې د اولسوال په گډون څلور کسان وژل شوي دي . د تخار صوبې چارواکو وئيلي دغه پېښه نن د اتوار په سحر رامنځته شوې ده .

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د پېښې په اړه وئيلي ، د اشکمش ضلعې مشر عبدالحميد حقجو د ضلعې د مواصلاتو د مشر سره د امنيتې پوستو دوره کوله ، چې په دغه مهال پرې ماين چاؤدنه وشوه ، او په نتيجه کې يې اولسوال ، د مواصلاتو د محکمې مشر او دوه پوليس ووژل شو .

د تيمور په وينا تېره شپه په اولسوالۍ کې وسله والو په امنيتې پوسته بريد کړی ؤ ، چې په شا تمبول شوی ؤ او اولسوال د هغې پوستې دوره کوله چې د چاؤدنې ښکار شو.

بل لور ته کندهار صوبه کې هم د سړک غاړې يو ماين چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي .

د کندهار چارواکي وايي دغه پېښه په خاکرېز اولسوالۍ کې رامنځته شوې او د مسافرو په يو گاډي ماين چاؤدنه شوې او مرگ ژوبله يې اړولې ده .

د دواړو پېښو زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG