لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لمړي جون څخه پاک امريکا اسټريجک مذاکرات پيل کيږي


واشنگټن کې امريکائي سفارت خانې ددغه دورې دتفصيلاتو په ښودلو سره وئيلي دي چې دا دوره ددواړو هيوادونو ترمينځ دروانې اسټريټجک شراکت دارۍ برخه ده
واشنگټن کې امريکائي سفارت خانې ددغه دورې دتفصيلاتو په ښودلو سره وئيلي دي چې دا دوره ددواړو هيوادونو ترمينځ دروانې اسټريټجک شراکت دارۍ برخه ده

دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ به دسټريټجک مذاکراتو پيل دلمړي جون څخه واشنگټن کې کيږي دکوم لپاره چې دپاکستان داستازيتوب په غرض دخارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري په مشرۍ پاکستاني هيئت دخالي په ورځ امريکا ته رسيږي.

واشنگټن کې امريکائي سفارت خانې ددغه دورې دتفصيلاتو په ښودلو سره وئيلي دي چې دا دوره ددواړو هيوادونو ترمينځ دروانې اسټريټجک شراکت دارۍ برخه ده، دکوم لاندې چې په باقاعدگۍ سره بيلا بيلو څانگو کې دمرستې دامکاناتو جاج اخستل کيږي.

دخارجه سکتر ترڅنگ به پاکستانې هيئت کې دخارجه وزارت داسټريټجک پلان ډويژن لوړپوړي چارواکي هم شامل وي.

اسټريټجک مذاکراتو کې به دامريکائي هيئت مشري دوسلو دمخنيوي اؤ نړيوالې سلامتۍ لپاره دامريکا مرستيال وزير،روز ايلن گوټ مولر کوي.

پاکستاني سرچينو ددې خبرې پخلى کړى چې دا به جامع مذاکرات وي اؤ دواړه هيوادونه به دوسلو دمخنيوي اؤ بين المللي سلامتۍ په اړه دخپل خپل نظر سپيناوى کوي.

هيله کيږي چې دغو خبرو اترو کې به داتوم نۀ خوريدنه مرکزي نکته وي.

ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دعملياتو څخه وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دا مذاکرات ځنډيدلي وؤ، خو تيرو دوؤ کلونو کې پاک امريکا اړيکو کې ښه والى راغلى اؤ پاکستان چې دايټمي اثاثو دتحفظ اؤ ددې دنۀ خوريدو لپاره کوم کلک گامونه اخستي دې سره ددواړو هيوادونو ترمينځ دباور فضاء ښه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG