لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا:دپولنگ وروستو دووټونو شميره روانه ده


دووټونو اچولو عمل سحر ٨ بجې شروع شوى کوم چې پرته له کوم دمې څخه دماښام تر پينځوؤ بجو روان ؤ
دووټونو اچولو عمل سحر ٨ بجې شروع شوى کوم چې پرته له کوم دمې څخه دماښام تر پينځوؤ بجو روان ؤ

دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه کې دبلدياتي انتخاباتو لپاره دخالي په ورځ دپولنگ دعمل سرته درسيدو څخه وروستو دووټونو دشميرلو عمل روان دى.

دووټونو اچولو عمل سحر ٨ بجې شروع شوى کوم چې پرته له کوم دمې څخه دماښام تر پينځوؤ بجو روان ؤ.

دانتخابي عمل په مهال دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره خيبرپښتونخوا کې ديو لک څخه زيات عسکر پځايې کړل شوي وؤ خو بيا هم دصوبې په بيلا بيلو سيمو کې دسياسي کارکوونکو ترمينځ دنښتو، په ځينو سيمو کې دښځو دووټونو اچولو څخه دمنعې کولو اؤ په ځينو سيمو کې دنورو بدنظمو خبرونه ترلاسه شوي دي.

پيښور، نوښار، چارسده، دير اؤ نورو سيمو کې دبيلا بيلو ګوندونو دسياسي کارکوونکو ترمينځ نښتې اؤ دډزو پيښې هم رامينځته شوي چې پکې دلږ ترلږه يو تن دوژل کيدو اؤ ١٨ؤ دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دډيوه ريډيو دراپور ترمخه صوبه کې ډيرو پولنگ سټيشنو ته داليکشن کميشن عمله نۀ وه رسيدلې اؤ چرته چې عمل موجوده هم وه نو هلته دسياسي کارکوونکو ترمينځ دنښتو له امله دووټونو اچولو عمل ډير سست ؤ.

دډيوه ريډيو ترمخه دملاکنډ ډيژن په زياترو سيمو کې ښځو په لمړي ځل ووټونه اچولى کوم چې سيمه کې يو لويې بدلون گڼلى شي ،بونير، شانگله، کوز،بر ديره، سوات سيمو کې ښځې نن ووټونو اچولو لپاره راوتلې وې.

دخيبرپښتونخوا سوات سيمه کې په مجموعي توگه دووټونو اچوونکو شميره دتيرو انتخاباتو په پرتله ښه وه.

له دې وړاندې به دسوات کالام سيمه کې ښځې دووټونو راوتلو لپاره نۀ راوتلې خو دا ځل په لمړي ځل دغه سيمه کې هم ښځو ووټونه اچمولي دي.

خو بيا داسې اطلاعات هم شته چې دسوات په ځينو پولنگ سټيشنو کې بيا ښځې دووټونو اچولو لپاره نۀ دي راوتلي.

په دغو سيمو کې به له دې وړاندې دښځو دووټونو اچولو لپاره راوتل دسيمه ييز روايت مطابق بد گڼل کيدل.

راپورونه وائي چې دحکومت له لوري په زياترو سيمو کې کافي امنيتي گامونه نۀ وؤاخستل شوي اؤ هم له دې امله په بيلا بيلو سيمو کې دسياسي کارکوونکو ترمينح دنښتو پيښې رامينځته شوي دي.

کوهاټ کې يو تن په ډزو ولگيدو اؤ ساه يې ورکړې ده.

دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال وياند جميل شاه ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دغلته څلور ژوبل کسان وروړل شوي، وياند وائي چې دغه کسان په ډزو نۀ دي لگيدلي بلکې دڅوک څپيړې له امله ژوبل شوي دي.

دټولې صوبې په بيلا بيلو ضلعو کې خواؤشا ٣٠ زره پولنگ سټيشنې زياتې حساسې اؤ څلور زره حساسې گرځول شوي دي.

دبلدياتي انتخاباتو لپاره خواؤشا يوولس زره درائيو اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

په گونديز اساس ترسره کيدونکو دې بلدياتي انتخاباتو کې د٤١ زرو څخه دزياتو چوکو لپاره د٨٤ؤ زرو څخه زيات اميدواران په ميدان کې دي.

که هر څو ښځې هم دې انتخاباتو کې برخه اخلي خو دخيبرپښتونخوا دسوات اؤ شانگلې په گډون دځينو سيمو څخه داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي چې هلته اميدوارانو دمقامي مشرانو سره په گډه پريکړه کړې چې ښځې به دخپلو ووټونو اچولو لپاره درايې اچولو مرکزونو ته نۀ پريږدي.

په دې اطلاعاتو داليکشن کميشن له لوري دانديښنې څرگندونه شوې اؤ وئيلي يې دي چې ښځو ته پخپلو ووټونو اچولو کې بايد څه رقم خنډان راولاړ نۀ کړل شي.

همدغه شان پارهوتي، مردان، صوابۍ، کوز دير، بونيرو پيربابا په گډون ځينو يونين کونسلونو کې ښځې ووټونو اچولو لپاره نۀ دي تللي.

ايبټ اباد کې په گړنگ يونين کونسل کې دجگړې له امله دپولنگ عمل اودرول شوى، کرک کې هم په يونين کونسل جهانگيري دوه پولنگ سټيشنې دبدنظمۍ له امله تړل شوي، دکرک په په اينزر بانډه سيمه کې دښځو اؤ ډگر قلعه کې دسړو پولنگ بوتهـ بند دي.

بلدياتي انتخاباتو لپاره په سياسي کچه تحريک انصاف، جماعت اسلامي اؤ عوامي جمهوري اتحاد ديو بل دکانديدانو مرسته کوي اؤ دحزب اختلاف گوندونو پاکستان پيپلز پارټۍ، عوامي نيشنل پارټۍ اؤ جمعيت علماء اسلام درې فريقي اتحاد جوړ کړى دى.

انتخاباتو کې دبرخه اخستونکو کانديدانو وينا ده چې هغوي به دبرياليتوب څخه وروستو دخپلو سيمو دستونزو دهواري هڅې کوي.

صوبه کې ترسره کيدونکو دې انتخاباتو کې به دکلي، محلې کونسل اؤ تحصيل کونسل لپاره دغړو ټاکنه کولى شي اؤ دې کې دښځو، ځوانانو، مزدورانو، دهقانانو اؤ اقليتونو لپاره هم چوکې بيلې کړل شوي دي.

دغيرسرکاري اندازو ترمخه خيبرپښتونخوا کې داقليتونو شميره خواؤشا دوه لکه ده چې پکې مسيحي، سکهـ اؤ هندورورولي ديادونې وړ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG