لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب: دشيعه مسلمانانو جومات سره نزدې خودکش حمله،څلور مړۀ


 داحمد په نوم يو عيني شاهد خبري ادارې رائيټرز ته وئيلي دي چې هغه دجومات سره نزدې دخپلې کورنۍ سره وؤ چې په دغه مهال يوه تيزه چاؤدنه وشوه ، خو هغه ته دچاؤدنې علت نۀ دى معلوم.
داحمد په نوم يو عيني شاهد خبري ادارې رائيټرز ته وئيلي دي چې هغه دجومات سره نزدې دخپلې کورنۍ سره وؤ چې په دغه مهال يوه تيزه چاؤدنه وشوه ، خو هغه ته دچاؤدنې علت نۀ دى معلوم.

راپورونه وائي چې دسعودي عرب په دمام سيمه کې دجمعې په ورځ دشيعه مسلمانانو ديو جومات سره نزدې دجمعې دنمونځ په مهال ترسره شوې ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

دسعودي سرکاري ټي وي وئيلي دي چې دجمعې په ورځ څلور کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې دسعودي عرب په ختيزه برخه کې يو ځانمرگي دشيعه مسلمانانو يو جومات ته دداخليدو هڅه وکړه.

دسعودي عرب دداخله وزارت په اړه راپورونه وائي چې په جومات ترسره شوې دغه حمله کې څلور کسان وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.

دسعودي عرب څخه دميډيا راپورونه وائي چې په وژل شوؤ کسانو کې ديو تن پيژندگلو دعبدالجليل جمعه په نوم سره شوې اؤ يو امنيتى ساتونکى سعيد الارباش چې دغه خودکش حمله يې ناکامه کړى هم وژل شوى دى.

داحمد په نوم يو عيني شاهد خبري ادارې رائيټرز ته وئيلي دي چې هغه دجومات سره نزدې دخپلې کورنۍ سره وؤ چې په دغه مهال يوه تيزه چاؤدنه وشوه ، خو هغه ته دچاؤدنې علت نۀ دى معلوم.

لمړي راپورونه وائي چې دغه چاؤدنه ديو ځانمرگي لخوا ترسره شوې خو ځينې راپورونه بيا وائي چې چاؤدنه ديو موټري بم له لارې ترسره شوې ده.

چاؤدنه دسعودي په دمام ښار کې دامام الحسين جومات سره نزدې ترسره شوې ده.

سعودي عرب کې دترسره شوې دغه اوسنۍ بمي چاؤدنې پړه تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

دتيرې جمعې په ورځ هم دسعودي عرب په قطيف سيمه کې دجمعې دنمونځ په مهال دشيعه مسلمانانو په يو جومات کې ځانمرگي حمله شوې وه چې پکې ٢١ کسان وژل شوي وؤ اؤ ددغه حملې ذمه واري وروستو تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې وه.

سعودي عرب کې دشيعه مسلمانانو دجومات سره نزدې دغه بمي چاؤدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې سعودي عرب پخپل گاونډي هيواد يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دجوړ کړل شوي عربي هيوادونو دائتلاف مشري کوي اؤ دتيرو خواؤشا دوه نيمو مياشتو راهسې يمن کې دحوثيانو په ضد فضائي حملې ترسره کوي چې پکې دملگرو ملتونو ترمخه تر دې مهاله د١٨٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ په لکونو اغيزمن اؤ بې کوره شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG