لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان زمبابوى ته په شپږو وکټو ماتې ورکولو سره سيريز گټلى


 دجمعې په ورځ زمبابوى دلمړي بيټنگ کولو سره پاکستان ته د٢٦٩ رنز هدف ټاکلى ؤ کوم چې پاکستاني ټيم په ٤٨م اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان سره پوره کړو.
دجمعې په ورځ زمبابوى دلمړي بيټنگ کولو سره پاکستان ته د٢٦٩ رنز هدف ټاکلى ؤ کوم چې پاکستاني ټيم په ٤٨م اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان سره پوره کړو.

دلاهور په قذافي سټيډيم کې ترسره شوي دوهم يو ورځني ميچ کې پاکستان زمبابوى ته په شپږو وکټو ماتې ورکولو سره سيريز په 2-0 سره گټلى دى.

دجمعې په ورځ زمبابوى دلمړي بيټنگ کولو سره پاکستان ته د٢٦٩ رنز هدف ټاکلى ؤ کوم چې پاکستاني ټيم په ٤٨م اوور کې دڅلورو وکټو په تاوان سره پوره کړو.

دپاکستاني اننگز تر ټولو ځانگړې خبره دکپتان اظهرعلي سنچري وه چاچې ١٠٢ رنز جوړ کړي، حارث سهيل په ٥٢ رنز ناټ اؤټ پاتې شوى، اسد شفيق ٣٩ اؤ شعيب ملک ٣٦ رنز جوړ کړي دي.

له دې وړاندې دزمبابوى لخوا چهبابا اؤ سکندر رضا غوره بيټنگ کړى ، چبهابا په ١٠٠ؤ بالونو د١١ؤ چوکو اؤ يوې چکې په مدد سره ٩٩ رنز جوړ کړي اؤ دغه شان سکندر رضا په ٨٤ؤ بالونو داتوؤ چوکو اؤ دريوؤ چوکو په مدد سره سنچري سکور کړې ده.

ددريوؤ ميچونو دغه سيريز کې پاکستان ته ديو صفر برتري ترلاسه ده اؤ دکال ٢٠١٣م ددسمبر دمياشتې څخه راپديخوا دا لمړى سيريز دې چې پاکستان گټلى،له دې وړاندې پاکستان دټي ټوئنټي سيريز کې هم زمبابوى ته ماتې ورکړې وه.

پاکستان پخپل ټيم کې څه رقم بدلون نۀ ؤ کړى.

دپاکستان ټيم : اظهر علي (کپتان ) محمد حفيظ، شعيب ملک، حارث سهيل، اسد شفيق، سرفراز احمد، حماد اعظم، انور علي، ياسر شاه ، وهاب رياض اؤ محمد سميع.

دزمبابوى ټيم هيملټن مساکاډزا(کپتان)، شان وليمز، رچمونډ متوبامي، سکندر ريضا، چارلس کوونټري، ګريم کريمر، توانډا مپوريوا، برائن ويټوري، تناشى پنيانګرا

زمبابوى راتلونکو دوؤ ميچونو کې دخپل کپتان چگمبورا څخه محروم وي ، ائي سي سي هغه په لمړي ميچ کې دسلو اوور ريټ له امله دوؤ ميچونو لوبولو څخه منعې کړى دى چې له دې وروستو به دټيم دمشرۍ ذمه واري هيملټن مساکيډزا پورته کوي.

په کال ٢٠٠٩م کې دسري لنکا په ټيم لاهور کې دحملې څخه وروستو دټيسټ ميچ لوبونکي کوم نړيوال دکرکټ ټيم پاکستان ته دامنيتي انديښنو له امله سفر نۀ ؤ کړى خو روانه مياشت کې دزمبابوى لخوا دپاکستان ددورې کولو څخه وروستو په دغه هيواد کې کرکټ بحال شوى اؤ پاکستان په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG