لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار: حکومت،پوځ او اولس د ترهگرۍ په ضد يو موټی دي


د چوهدري نثار په وينا د تېر په پرتله په ملک کې بمي چاؤدنې او ترهگري کمه شوې ، خو دښمن لا په مکمله توگه نه دی ختم کړی شوی .
د چوهدري نثار په وينا د تېر په پرتله په ملک کې بمي چاؤدنې او ترهگري کمه شوې ، خو دښمن لا په مکمله توگه نه دی ختم کړی شوی .

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي ، د امنيتي ځواکونو مقابله د هغو خلکو سره ده څوک چې د مذهب په نوم بې گناه خلک وژني ، د نوموړي په وينا مرکزي او صوبايي حکومتونه ، پوځ او د ملک ټول اولس د ترهگرۍ او دښمن په ضد يو موټی دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې د چارسدې ضلعې په شبقدر تحصيل کې د ملېشې (اېف سي) ځواکونو پاسنگ اؤټ پرېډ ته د وينا په مهال چوهدري نثار ووئيل ، دا څنگه مسلمانان دي چې په جماتونو او جنازو کې بمي چاؤدنې کوي ، او بې گناه خلک وژني .

نوموړي د ملېشې عسکرو ته په وينا کې زياته کړه ، " ستاسو زمه واري ده چې د خپلو مټو په طاقت د هغو خلکو مخه اونيسئ څوک چې د مذهب نوم بدناموي". د هغه په وينا "مونږ په کوم ملک بريد يا قبضه نه کوؤ بلکې خپل جماتونه، بازارونه، لارې کوڅې او سکولونه خوندي کول غواړو او د هغو عناصرو مقابله کول غواړو کوم چې زمونږ په ملک کې د بدامنۍ هڅې کوي" .

د چوهدري نثار په وينا د تېر په پرتله په ملک کې بمي چاؤدنې او ترهگري کمه شوې ، خو دښمن لا په مکمله توگه نه دی ختم کړی شوی .

نوموړي (هند) ته په اشاره کولو سره ووئيل ، چې ځينې هېوادونه د پاکستان ترقي نه شي زغملی دلته ترهگرۍ ته لمن وهي او د ترهگرو مالي مرستې کوي . چوهدري نثار زياته کړه ټوله دنيا په دې خبر ده چې دلته د بمي چاؤدنو په شا کوم قوتونه لاس لري .

د کورنو چارو د مرکزي وزير دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې د هند د دفاع وزير منوهر پاريکرپه يو بيان کې وئيلي ، ترهگرۍ ته به په ترهگرۍ سره ځواب ورکوي .

د هند د وزير په دغه بيان پاکستان اندېښنې څرگند کړي او په غبرگون کې يې وئيلي ، دغه بيان د پاکستان د هغه دريز پخلی کوي چې د هند استخباراتي اداره "را" په پاکستان کې ترهگري کوي .

چوهدري نثار وئيلي د ملک ټولې سياسي ډلې، مرکزي او صوبايي حکومتونه، پوځ او اولس يو موټی دي او ټول په گډه په ملک کې دننه او بهرني دښمن مقابله کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG