لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دالشباب لخوا دکينيا په پوليسو خونړۍ حملې


سيمه ييز چارواکي وائي چې لمړۍ حمله هاغه مهال وشوه کله چې دپوليسو يو گاډى په يُمبوس کلي کې په يو مائن وروختو چې پکې درې پوليس عسکر ژوبل شول.
سيمه ييز چارواکي وائي چې لمړۍ حمله هاغه مهال وشوه کله چې دپوليسو يو گاډى په يُمبوس کلي کې په يو مائن وروختو چې پکې درې پوليس عسکر ژوبل شول.

دکينيا دختيز گيريسا سيمې څخه راپورونه وائي چې دالشباب ډلې دشکمنو جنگيالو لخوا ترسره شوؤ دوؤ حملو کې دلږ ترلږه ٢٠ؤ پوليس افسرانو دوژل کيدو انديښنه ده.

سيمه ييز چارواکي وائي چې لمړۍ حمله هاغه مهال وشوه کله چې دپوليسو يو گاډى په يُمبوس کلي کې په يو مائن وروختو چې پکې درې پوليس عسکر ژوبل شول.

وروستو دالشباب ډلې شکمنو جنگيالو دژوبل شوؤ عسکرو دامداد لپاره دروانو پوليسو په کاروان حمله وکړه، حمله کوونکو لږ ترلږه څلور گاډي سوځولي دي، راپورونه وائي چې خواؤشا ٢٠ پوليس افسران مړۀ دي خو تفصيلات ئې واضحه نۀ دي.

دالشباب وياند رائيټرز خبري ادارې ته وئيلي دي چې دهغه ډله ددغه حملو ذمه واري قبلوي.

الشباب په کينيا کې گڼې حملې ترسره کړي ، الشباب دغه حملې په صوماليه کې دکينيا لخوا دالشباب په ضد کارروائيو کې دبرخې اخستو ردعمل گرځوي، چرته چې دغه ډله بنياد لري.

تيره مياشت دالشباب جنگيالو په گيريسا پوهنتون حمله کړې وه اؤ ١٤٨ کسان يې وژلي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG