لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش پالميره کې ٢١٧ پوځيان اؤ اولسي وگړي وژلي،راپور


 داعش تيره اوونۍ په پخواني ښار پالميره قبضه کړې وه.
داعش تيره اوونۍ په پخواني ښار پالميره قبضه کړې وه.

تندروه ډلې داعش دپالميره(تدمر) سره نزدې موقعيت لرونکې دشام په ختيزه سيمه حمص کې دماشومانو په گډون ٢١٧ کسان وژلي دي.

داعش تيره اوونۍ په پخواني ښار پالميره قبضه کړې وه.

برطانيه کې قائمې دبشري حقونو څارونکې شامي ډلې وئيلي دي چې دداعش لخوا وژل شوؤ کسانو کې نرسانې، ښځې، ماشوم اؤ دشامي حکومت جنگيالي هم شامل دي، جنگيالو د٦٠٠ؤ څخه زيات کسان يرغمال کړي هم دي.

ددغه ډلې ډائريکټر رامي عبدالرحمان فرانسيسي خبري ادارې ته وئيلي دي چې په وژل شوؤ کسانو کې دځينو څخه سرونه قلم کړل شوي اؤ نور پو گولۍ يا دتيرې الې په وار سره وژل شوي دي.

راپورونه وائي چې زياتره وژل شوي کسان چې شميره يې ١٥٠ ده، يا خو شامي عسکر ،دائتلافي مليشې جنگيالي په مخبرۍ ککړ کسان وؤ، وژل شوؤ کې ٦٧ کسان اولسي وگړي وؤ.په پالميره کې داعش پينځه نرسانې هم وژلي دي.

دشام سرکاري ميډيا وئيلي دي چې په پالميره دقبضې وروستو داعش دپوره کورنو په گډون ٤٠٠ کسان وژلي دي.

بل لوري ته په ديرالزور صوبه کې دتيرو څلورو ورځو راهسې ٤٥ کسان وژل شوي دي.

همدغه شان دبشري حقونو څارونکې شامي ډله وائي چې شامي ځواکونو دگل په ورځ په تاريخي ښار پالميره اؤ خواؤشا کې پينځلس فضائي حملې ترسره کړي دي چې پکې مرگ ژوبله اوښتې خو دقيقه شميره يې نۀ ده معلومه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG