لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې دهوائي پوځ تربيتي الوتکه تباه شوې


Bikin Matsafan Jamhuriyar Nijar
Bikin Matsafan Jamhuriyar Nijar

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ ضلع کې نن د گل په ورځ د هوائي پوځ (پي ای اېف) يوه تربيتي الوتکه تباه شوې ، او د الوتکې دواړه پائيلټان پېښه کې روغ پاتې شوي دي .

د پي ای اېف وياند ايئرکموډور اېس اېم علي وئيلي ، (کی ـ۸) تربتي الوتکه د تربيتي الوت په مهال د صوابۍ ضلعې په زېده کلي تباه شوې ده . او د الوتکې دواړه پائيلټان د جهاز نه روغ وتلي دي .

نوموړي وئيلي د پي ای ایف هېډکوارټر لخوا د پېښې د پلټنو دپاره بورډ جوړ کړی شوی دی ، چې د الوتکې د تباه کېدو علت معلوم کړي .

په ځايي ټي وي چېنلو ښکاره کړی شوي چې الوتکه په يو پټې کې پرېوتې ، او اُور پرې لگېدلی دی . راپورونه وايي د الوتکې غورځېدو پېښه کې بل چاته زيان نه دی اوختی .

د روانې مياشت په لمړي سر کې هم د پاکستان يو پوځي هيلي کاپټر د گلگت په نلترسيمه کې تباه شوی ؤ ، چې په نتيجه کې يې د بهرملکي سفيرانو اوهيلي کاپټرد دواړو پائيلټانو په گډون اته کسان وژل شوي وو .

دغه پوځي هيلي کاپټر(اېم ائي ـ۱۷) چې د راکوزېدو په مهال غورځېدلی او تباه شوی ؤ ، د پوځ وياند مېجرجنرل عاصم باجوه وئيلي ؤ ، پېښه د تکنيکي نقص له کبله رامنځته شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG