لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه کې دايف سي په کاروان بمي چاؤدنه،يو تن مړ


دکوئټې سي سي پي او عبدالرازق چيمه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې ديو هوټل سره نزدې ولاړه رکشه کې ايښودل شوي چاؤديدونکي مواد هاغه مهال وچولى شول کله چې دسيمې څخه دفرنټئير کور دوه گاډي تيريدل.
دکوئټې سي سي پي او عبدالرازق چيمه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې ديو هوټل سره نزدې ولاړه رکشه کې ايښودل شوي چاؤديدونکي مواد هاغه مهال وچولى شول کله چې دسيمې څخه دفرنټئير کور دوه گاډي تيريدل.

دپاکستان دبلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې ديوې بمي چاؤدنې له امله يو تن وژل شوى اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دکوئټې په قمبراني سړک دغه چاؤدنه هاغه مهال شوې کله چې دسيمې څخه دفرنټئير کور کاروان تيريديدو، چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول له لارې شوې ده.

دکوئټې سي سي پي او عبدالرازق چيمه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې ديو هوټل سره نزدې ولاړه رکشه کې ايښودل شوي چاؤديدونکي مواد هاغه مهال وچولى شول کله چې دسيمې څخه دفرنټئير کور دوه گاډي تيريدل.

دچاؤدنې له امله پينځه کسان ژوبل شوي وؤ چې دعلاج لپاره سول هسپتال کوئټې ته وړل شوي وؤ، خو په هغوي کې يو تن ساه ورکړې ده.

امنيتي سرچينې وائي چې په ژوبل شوؤ کې دايف سي درې عسکر هم شامل دي اؤ دچاؤدنې له امله دايف سي گاډي ته هم زيان رسيدلى دى.

دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو وينا ده چې دغه چاؤدنه کې خواؤشا ١٠٠ کلو گرامه بارود استعمال شوي وؤ.

دچاؤدنې څخه وروستو سيمې ته پوليس اؤ نور عسکر رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې روانې دي.

دکوئټې دقمبراني سړک شمير په حساسو سيمو کې کيږي، دغلته دتيرو څو کلونو په مهال گڼ شمير عسکر په نخښه کړل شوي دي.

د کړکېچ سره مخ د پاکستان بلوچستان صوبه چې د يوې لسيزې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده ، تراوسه پورې په دغې صوبه کې په زرگونو کسان د ترهگرۍ او بدامنۍ د پېښو ښکار شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG