لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرکټ بحالي تاريخي موقع ده،شاهد افريدى


يو مقامي ټي وي چينل سره خبرو کې هم شاهد افريدي دکرکټ په نړيوالو ټيمونو زور راوړى چې دزمبابوى لاره دې خپله کړي اؤ دپاکستان دوره دې وکړي.
يو مقامي ټي وي چينل سره خبرو کې هم شاهد افريدي دکرکټ په نړيوالو ټيمونو زور راوړى چې دزمبابوى لاره دې خپله کړي اؤ دپاکستان دوره دې وکړي.

پاکستان ته دزمبابوى ددورې څخه وروستو دپاکستان دټي ټوئنتي کرکټ ټيم کپتان شاهد خان افريدي شپږ کاله وروستو خپل هيواد کې دبين المللي کرکټ بحالي تاريخي گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې دريتائرمنټ څخه دمخه پخپل هيواد کې هغه ته دلوبيدو موقع ترلاسه کيدل داعزاز څخه کم نۀ دي.

دپاکستان دپنجاب صوبې په سرښار لاهور کې شپږ کاله پس دپاکستان اؤ زمبابوى ترمينځ دټي ټوئنټي سيريز په مناسبت راجوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال شاهد افريدي وويل ټي ټوئنټي فارميټ کې يو ټيم لپاره هم دگټې دعوه کول گران دي نو ځکه هغوي به په کوټلي محنت سره دسيريز دگټلو هڅه کوي.

يو مقامي ټي وي چينل سره خبرو کې هم شاهد افريدي دکرکټ په نړيوالو ټيمونو زور راوړى چې دزمبابوى لاره دې خپله کړي اؤ دپاکستان دوره دې وکړي.

افريدي وويل چې شپږ کاله پس هيواد کې دکرکټ د بحالۍ په هڅو دپاکستان کرکټ بورډ( پي سي بي) چئيرمين شهر خان دستائينې وړ دى.

شاهد افريدي دپي سي بي دستائينې کولو ترڅنگ دزمبابوى کرکټ ټيم مننه هم ادا کړه اؤ هيله يې څرگنده کړه چې دجنوبي افريقې، اسټريليا اؤ انگلينډ پشان ټيمونه به هم په نزدې راتلونکي کې دپاکستان دوره وکړي.

هغه وويل چې دهيواد په نورو ښارونو کې هم ميچونه لوبول پکار دي اؤ زياته يې کړه چې ټول قام هيواد کې دکرکټ ميچونو ليدو ته بې تابه دى.

بل لوري ته دزمبابوى دټيم کپتان چگمبورا وئيلي دي دزمبابوى ټيم کوچ ډيو واټمور دپاکستان کوچ هم پاتې شوى دکوم چې به هغوي ته گټه ترلاسه وي خو بيا هم کوم ټيم چې ميدان کې ښه لوبه وکړي گټه په هم دهغوي وي.

دجمعې په ورځ به دپاکستان اؤ زمبابوى ترمينځ لمړى ټي ټوئنټي ميچ دلاهور په قذافي سټيډيم کې لوبيږي ، دکوم لپاره چې پاکستان سخت امنيتي تدابير نيولي اؤ په دغه موقع به دهيلي کاپټرو څخه هم دکرکټ دميدان څارنه کيږي.

لاهور کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې په زرگونو پوليس عسکر په ٢٠٠٩م کې دسري لنکا په کرکټ ټيم دشوې حملې په څير دکومې بلې ممکنه حملې دمخنيوي لپاره دزمبابوى ټيم ته په تحفظ ورکولو کې بوخت دي.

دسرچينو وينا ده چې دجمعې په ورځ دزمبابوى اؤ پاکستان ترمينځ دميچ په تناظر کې پوليسو په لاهور کې دهوټلونو، ميلمستونو، اؤ دکرايه دکورونو لټه پيل کړې ده

دکال ٢٠٠٩م څخه راپديخوا دپاکستان دټي ټوئنتي ټيم يواځې پينځوؤ لوبغاړو دخپل هيواد دمينه والو په وړاندې لوبه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG