لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان سيمه کې جنگيالو لپاره لويه ستونزه جاسوسي الوتکې دي،داسامه دستاويز


” مونږ سره عرب، ازبک، ترک، دترکستان، بالکن،هرشان روسان، جرمن اؤ دنورو قومونو خلک دي اؤ له بدبختۍ څخه په دغه اساس زيات اړى گړى موجود دى“
” مونږ سره عرب، ازبک، ترک، دترکستان، بالکن،هرشان روسان، جرمن اؤ دنورو قومونو خلک دي اؤ له بدبختۍ څخه په دغه اساس زيات اړى گړى موجود دى“

امريکائي چارواکو دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې ٢٠١١ء کې دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن دکور څخه ترلاسه شوي دستاويزات جاري کړي دي.

دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دکال ٢٠١١م دمئ په دوهمه نيټه دشپې په وخت ترسره شوؤ خفيه امريکائي عملياتو کې دالقاعده پخوانى مشر اسامه بن لادن دخپلو دوؤ ملگرو سره وژل شوى ؤ، امريکائي کمانډرانو دبن لادن مړى دځان سره وړى ؤ، په دغه مهال امريکائي پوځ داسامه کور کې موجود دستاويزات هم قبضه کې اخستي وؤ.

دشورو په ورځ دنيشنل انټلي جنس دمشر ددفتر څخه په جاري شوؤ 103ؤ دغو دستاويزاتو کې هر رقم ډي کلاسيفائيد دستاويز، کورنۍ ته ليکل شوي ذاتي خطونه، دکور څخه لاسته راوړل شوي دانگريزۍ ژبې دکتابونو فهرست، دتهنک ټينک مطالعاتي راپورونه، سافټ وئير،تکنيکي رسالې،دباب وډورډ پشان دامريکائي صحافيانو جنگي راپورونه، دپوځي تگلارې تجزيې، داسلامي عقيدو مضامين اؤ دنورو تندروه ډلو له لوري خپارۀ کړل شوي مواد شامل دي.

دنيشنل انټلي جنس دمشر ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې ددستاويزاتو دجاري کولو څخه دمخه دامريکائي حکومت بيلا بيلو ادارو ددې په سختۍ سره جاج اخستى.

اسامه بن لادن دپاکستاني طالبانو پخواني مشر حکيم الله محسود ته په څلورم دسمبر کال ٢٠١٠م کې په ليږل شوي يو خط کې دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي) مشرانو ته دداسې گامونو څخه دډډې کولو مشوره ورکړې وه کوم چې دوړاندې څخه دستونزو ښکار جهادي تحريکونه نور هم ويشي.

حکيم الله محسود ته داسامه له لوري ليکل شوي خط څخه څرگنديږي چې هغه اؤ دټي ټي پي مشر دواړه پاکستان کې دجگړه مارو تحريکونو ترمينځ داختلافونو لړ کې پريشانه وؤ.

اسامه بن لادن دحکيم الله محسود ديو خط ځواب ورکړى ؤ، له دې وړاندې اسامه ته ليکل شوي يو خط کې دټي ټي پي مشر دداسې گامونو يو فهرست ليږلى ؤ دکومو لړ کې چې دهغه خيال ؤ دا به دتحريک په منظم کولو کې مرسته وکړل شي.

بن لادن ليکلي مونږ ددې فهرست جاج اخلو، کوم چې تاسو زمونږ په رايې دځان پوهولو لپاره راليږلى ؤ، مونږ وړاندې ورور قاري( حسين) ته ليکلي وؤ چې په دې معامله تاسو خبر کړي، خو نۀ پوهيږم چې هغه دغسې ولې ونۀ کړل

اسامه حکيم الله محسود ته مشوره ورکړې وه چې په تحريک دې دواک ترلاسه کولو هڅه نۀ کوي ځکه چې دهغه دتجربې له مخې دغه رقم گامونو سره منفي اثر کيږي اؤ دپکار نتيجو څخه بيخي مختلفې نتيجې پيدا کيږي.

دټي ټي پي خودکش حمله کوونکو ته تربيت ورکوونکي قاري حسين اسامه بن لادن خبر کړى ؤ چې جهادي تحريکونو داسې ډلې اؤ کسان موجود دي څوک چې داختلافونو اؤ داخلي جگړو علت جوړيږي.

دحکيم الله محسود اؤ قاري حسين ترمينځ سخت اختلافونه موجود وؤ اؤ دغو ډلو په يو بل بريدونه هم کړي وؤ.

قاري حسين په ٧م اکتوبر کال ٢٠١٠م کې يوه امريکائي ډرون حمله کې وژل شوى ؤ.

ددغو دستاويزاتو څخه معلوميږي اسامه بن لادن ليکلي دهغوي مقابله ديو داسې دښمن سره ده چې دټيکنالوجۍ په ميدان کې ډير وړاندې دى، داسامه په قول دخط وکتاب لپاره دانټرنيټ استعمال دپام وړ معامله ده ، دعامو پيغامونو لپاره خو دا سمه ده خو دجنگيالو درازدارۍ تقاضا ددې اجازه نۀ ورکوي، دکوم لپاره چې دځانگړي پيغام رسوونکي خدمات اخستل يواځينۍ لاره ده.

پاکستان اؤ افغاستان کې دتندروه تحريک دتجزيې کولو په ترڅ کې اسامه بن لادن وئيلي وؤ چې دټولو تحريکونو سرچينې(القاعده) ته دمقامي اؤ غيرملکي کسانو ملاتړ ترلاسه دى.

هغه وئيلي وؤ چې مونږ سره عرب، ازبک، ترک، دترکستان، بالکن،هرشان روسان، جرمن اؤ دنورو قومونو خلک دي اؤ له بدبختۍ څخه په دغه اساس زيات اړى گړى موجود دى

اسامه ليکلي وؤ تر ټولو لويه هاغه خطره چې پاک افغان سيمه کې ورسره جنگيالي مخ دي، جاسوسي جنگ اؤ دجاسوسي الوتکو ستونزه ده

دې سره دښمن ته ډيره گټه رسيږي اؤ ددې نتيجه دډيرو جهادي کارکوونکو، مشرانو اؤ نورو خلکو دوژنې په صورت کې راوتلې ده

دکال ٢٠١٠م دجولا ئي په مياشت کې دالقاعده ديمن څانگې ته ليږلي يو خط کې اسامه په دې خبره ټينگار کړى ؤ چې دغه ډله دې حکومت سره پرامنه ووسيږي اؤ خپل پام دې امريکا ته واړوي.

دستاويزاتو کې په کورونو دبمبارۍ اؤ مهمو مشرانو دنيولو يادونه هم شوې ده.

يو دستاويز کې اسامه بن لادن ليکلي دي چې القاعده پاکستان کې دبيلا بيلو ډلو دموجودگۍ له امله خودکفيله ده اؤ زياتوي دطالبانو ځايې ډلو القاعده سره اتحاد کړى ددې ترڅنگ تحريک طالبان هم دى اؤ ځينې داسې ډلې شته چې اتحاد يې نۀ دى کړى.

دستاويز کې دافغانستان په اړه وئيل شوي القاعده افغانستان کې کارروايۍ دوامداره ساتلي اؤ زمونږ لپاره داسې کول ضروري دي ، خو طالبانو ته زمونږ ضرورت نشته، مونږ يواځې هغوي ته اخلاقې اؤ علامتي مرسته ورکوؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG