لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : نښتو کې ١٢ پوليس اؤ ١٠ جنگيالي وژل شوي


اولسوال نعمت الله خان روشن دشورو په ورځ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دگل په شپه طالب جنگيالو دپوليسو په دريوؤ بيلا بيلو پوستو حملې کړي دي.
اولسوال نعمت الله خان روشن دشورو په ورځ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دگل په شپه طالب جنگيالو دپوليسو په دريوؤ بيلا بيلو پوستو حملې کړي دي.

چارواکي وائي چې دافغانستان په جنوبي ولايت ارزگان کې دجنگيالو لخوا ترسره شوؤ حملو کې لږ ترلږه ١٢ افغان پوليس وژل شوي دي.

دارزگان ولايت دچارچينو داولسوالۍ مرستيال اولسوال نعمت الله خان روشن دشورو په ورځ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دگل په شپه طالب جنگيالو دپوليسو په دريوؤ بيلا بيلو پوستو حملې کړي دي.

روشن وئيلي دي چې سيمه کې اوس هم نښته روانه ده اؤ اضافي عسکر هم پځايې کړل شوي دي.

هغه وويل چې دغه جگړه دومره سخته ده چې دپوليس افسرانو اؤ جنگيالو مړي په پرانستي ميدان کې پراتۀ دي خو دمړو دپورته کولو لپاره لار نشته.

بل لوري ته دبادغيس ولايت دوالي وياند ميرويس مرزاخيل وئيلي دي چې دترکمانستان دپولې سره نزدې په بادغيس ولايت کې امنيتي ځواکونو لږ ترلږه ١٠ تندلاري وژلي دي.

دشورو په ورځ هغه وئيلي دي چې چې دترکمناستان دپولې سره نزدې په بالامرغاب اولسوالۍ کې جگړه اوس هم روانه ده.

دنهې په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دانصاف دوزارت څخه بهر يوه موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه څلور اولسي وگړي وژل شوي وؤ اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه حملې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې وه.

داتوار په ورځ يو ځانمرگي داروپائي اتحاديې دپوليس مشن په گاډي ځانمرگي حمله کړې وه چې پکې دوه افغان اولسي وگړي اؤ يو برطانوي امنيتي تن وژل شوى ؤ.

څو ورځې دمخه کابل کې طالبانو په يو ميلمستون حمله کړې وه چې پکې دامريکائي، هندي اؤ پاکستاني وگړو په گډون ١٤ کسان وژل شوي وؤ.

طالبانو سږکال داپريل په مياشت کې ټول افغانستان کې دخپلې سپرلي دروايتي جگړې اعلان کړى اؤ سږکال افغانستان لپاره دغه عمليات يو لويې چيلنج ځکه دى چې دتيرکال په اخره کې افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دخپل جنگي مشن دختمولو اعلان کړى اؤ افغان پوځ اؤ پوليس دبهرنو ځواکونودملاتړ څخه پرته جنگيالو سره په جگړه بوخت دي.

افغان حکومت دمذاکراتو له لارې افغان طالبانو سره دخبرو اترو له لارې دستونزې دهواري هڅې کوي خو طالبان دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامريکا ملاتړي افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکاري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG