لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : فضائي بريدونو کې ١٣ جنگيالي وژل شوي


دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه امنيتي ځواکونو دپخو اطلاعاتو په اساس دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړې
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه امنيتي ځواکونو دپخو اطلاعاتو په اساس دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړې

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې لږ ترلږه ١٣ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي پينځه ځالې تباه شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه امنيتي ځواکونو دپخو اطلاعاتو په اساس دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړې چې پکې ١٣ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي پينځه ځالې تباه شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځ په دغو عملياتو کې ددوؤ زرو څخه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کوي اؤ وائي ٢٠٠ؤ عسکرو هم دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دطالبانو لخوا دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دحملې څخه وروستو پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې لاندې دورانکارو په ضد کارروايۍ روانې دي.

شمالي وزيرستان کې ترهه گرو څخه پاکو کړل شوؤ سيمو ته ددغو بې کوره خلکو دستنيدو لړۍ سږکال دمارچ په مياشت کې پيل شوې اؤ تر دې مهاله په سلگونو کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي دي.

بل لوري ته دپاکستان دخيبرپښتنخوا دسرښار پيښور په گلبهار سيمه کې نامعلومو وسله والو دترهه گرۍ دمخنيوي محکمه کې تعينات دپوليسو د مشر( ډي ايس پي) بهادر خان په گاډي نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې په نتيجه کې يې ډي ايس پي بهادر خان وژل شوى دى.

دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني پيښور کې په ډي ايس پي دشوې حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

دپيښور ايس ايس پي( اپريشنز) ډاکټر ميا سعيد وئيلي دي چې ډي ايس پي بهادر خان سکول ته دخپلې لور دبوتللو په غرض روان ؤ اؤ کله چې دگل بهار انم صنم چوک ته نزدې شو نو په موټر سائيکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړې، خو دغه حمله کې دډي ايس پي لور محفوظه پاتې شوې ده.

سرچينې وائي چې وژل شوي ډي ايس پي ته دنامعلومو جنگيالو له لوري دړکې ورکړل کيدې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG