لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنلتر پيښه کې ژوبل شوى دانډونيشياء سفير مړ شوى


په ٨مه مئ اسلام اباد کې تعينات دغه سفيران اؤ دهغوي ميرمنې دسيلگرۍ په غرض نلتر سيمې ته وړل کيدل.
په ٨مه مئ اسلام اباد کې تعينات دغه سفيران اؤ دهغوي ميرمنې دسيلگرۍ په غرض نلتر سيمې ته وړل کيدل.

دانډونيشياء دبهرنو چارو وزير وئيلي دي چې روانه مياشت کې دپاکستان دگلگت بلتستان په نلتر سيمه کې دهيلي کاپټر دتباه کيدو پيښه کې ژوبل شوى دانډونيشياء ژوبل شوي سفير ساه ورکړې ده.

دانډونيشياء ٥٨ کلن سفير برهان محمد په ٨مه مئ دخپلې ميرمنې اؤ دسفيرانو ديوې ډلې سره په يو پوځي هيلي کاپټر کې روان ؤ اؤ دغه هيلي کاپټر ناڅاپي دپاکستان دگلگت بلتستان په نلتر سيمه کې تباه شوى ؤ، دغه پيښه کې دهغه ميرمن، دناروى اؤ فلپائن سفيران اؤ دمليشياء دسفير ميرمن په موقع مړۀ شوي وؤ، اؤ برهان محمد سخت ژوبل شوى ؤ چې تيره اوونۍ دعلاج لپاره دسنگاپور هسپتال ته وړل شوى ؤ، چرته چې هغه دنهې په ورځ دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.

په ٨مه مئ اسلام اباد کې تعينات دغه سفيران اؤ دهغوي ميرمنې دسيلگرۍ په غرض نلتر سيمې ته وړل کيدل.

ژوبل شوؤ کسانو کې دځينو هيوادونو سفيران شامل وؤ اړ دانډونيشياء دسفير په اړه وئيل کيږي چې دهغه دبدن ٧٥ فيصده برخه سوځيدلې وه.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دهغه په مړينه دافسوس څرگندونه کړې اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ دملگرتيا دودې لپاره دهغه دهڅو ستائينه کړې ده.

پاکستان کې دخپل نوعيت دا لمړۍ پيښه وه چې پکې په دومره شمير کې غيرملکي سفيران مړۀ اؤ ژوبل شوي دي.

که هر څو پاکستاني طالبان دعوه کوي چې هيلي کاپټر دهغوي جنگيالو دميزائيل له لارې په نخښه کړى ؤ خو پاکستان دا دعوه ردوي اؤ وائي چې پيښه کې ورته دترهه گريزې کارروايۍ په اړه ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى اؤ دتندلارو دعوه دروغ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG