لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دزمبابوى کرکټ ټيم پاکستان ته رسيدلى


 په تيرو شپږو کلونو کې دټيسټ ميچونو دلوبونکي کوم بين المللي کرکټ ټيم دپاکستان دا لمړۍ دوره ده.
په تيرو شپږو کلونو کې دټيسټ ميچونو دلوبونکي کوم بين المللي کرکټ ټيم دپاکستان دا لمړۍ دوره ده.

پاکستان سره دون ډى اؤ ټي ټوئنټي ميچونو لوبولو لپاره دنهې په سحر دزمبابوى کرکټ ټيم دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور ته رسيدلى دى.

په تيرو شپږو کلونو کې دټيسټ ميچونو دلوبونکي کوم بين المللي کرکټ ټيم دپاکستان دا لمړۍ دوره ده.

دکال ٢٠٠٩م دمارچ په مياشت کې لاهور کې دسري لنکا په کرکټ ټيم دترسره شوي ترهه ګريز بريد څخه وروستو دامنيتي انديښنو له امله پاکستان ته دکرکټ کوم ټيم سفر نۀ ؤ کړى.

دزمبابوى کرکټ ټيم په سختو امنيتي تدابيرو کې دلاهور ائيرپورټ څخه خپل هوټل ته ورسولى شول اؤ چارواکي وائي چې دزمبابوى دکرکټ ټيم دتحفظ لپاره چې کوم ګامونه اخستي دې سره به نورو ټيمونو ته هم پاکستان ته دورتللو لپاره ډاډ ترلاسه شي.

دکرکټ ماهران اؤ مينه وال دزمبابوى دکرکټ ټيم پاکستان ته ورتګ دغه هيواد کې دبين المللي کرکټ دبحالۍ لړ کې يو مهم ګام بلي اؤ پاکستانيان خپل هيواد کې دشپږو کلونو ددمې څخه وروستو دکرکټ په بحالۍ دخوشحالۍ څرګندونه کوي.

دزمبابوى اؤ پاکستان ترمينځ به په سختو امنيتي تدابيرو کې قذافي سټيډيم لاهور کې دوه ټي ټوئنټي اؤ درې ون ډى ميچونه لوبوي چې اغاز به يې په ٢٢مه مئ( دجمعې په ورځ) دټي ټوئنټي ميچ څخه کيږي.

تيره اوونۍ کراچۍ کې په بس دترهه گرو له لوري شوې حمله کې د٤٥ؤ کسانودوژل کيدو وروستو پاکستان ته دزمبابوى کرکټ ټيم ددورې اؤ پاکستان کې دنړيوال کرکټ دبحالۍ په اړه شکونه راولاړ شوي وؤ خو ددواړو هيوادونو دکرکټ دبورډونو ترمينځ دگډو هڅو په نتيجه کې دزمبابوى کرکټ ټيم دپاکستان دوره ونۀ ځنډوله

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG