لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دزمبابوى ټيم پاکستان ته روان شوى


 دزمبابوى کرکټ ټيم وياند لووموربندا دگل په ورځ يو بيان کې پخلى کړى دى چې دهغوي ټيم هرارى څخه پاکستان ته روان شوى دى.
دزمبابوى کرکټ ټيم وياند لووموربندا دگل په ورځ يو بيان کې پخلى کړى دى چې دهغوي ټيم هرارى څخه پاکستان ته روان شوى دى.

دزمبابوى کرکټ ټيم دکرکټ ميچونو لوبولو لپاره پاکستان ته روان شوى دى.

دزمبابوى کرکټ ټيم وياند لووموربندا دگل په ورځ يو بيان کې پخلى کړى دى چې دهغوي ټيم هرارى څخه پاکستان ته روان شوى دى.

بندا اى ايف پي سره خبرو کې وئيلي دي چې دزمبابوى کرکټ ټيم به ددوبۍ په لاره پاکستان ته رسيږي.

دزمبابوى اؤ پاکستان ترمينځ به په سختو امنيتي تدابيرو کې قذافي سټيډيم لاهور کې دوه ټي ټوئنټي اؤ درې ون ډى ميچونه ترسره کيږي.

تيره اوونۍ کراچۍ کې په بس دترهه گرو له لوري شوې حمله کې د٤٥ؤ کسانودوژل کيدو وروستو پاکستان ته دزمبابوى کرکټ ټيم ددورې اؤ پاکستان کې دنړيوال کرکټ دبحالۍ په اړه شکونه راولاړ شوي وؤ خو ددواړو هيوادونو دکرکټ دبورډونو ترمينځ دگډو هڅو په نتيجه کې دزمبابوى کرکټ ټيم دپاکستان دوره ونۀ ځنډوله.

دکال ٢٠٠٩م دمارچ په مياشت کې دپاکستان دپنجاب صوبې په سرښار لاهور کې دسري لنکا په کرکټ ټيم دشوې حملې څخه وروستو دټيسټ ميچونو لوبونکي يو نړيوال کرکټ ټيم هم دپاکستان دوره نۀ ده کړې اؤ پاکستان دخپلو ټولو ميچونو په غيرملکي خاوره لوبولو ته مجبور شوىؤ.

دسري لنکا په کرکټ ټيم شوې حمله کې دسري لنکا اووۀ لوبغاړي ژوبل شوي وؤ اؤ د٢٠٠٩م څخه تر دې مهاله به دټيسټ ميچ دلوبونکي کوم کرکټ ټيم دپاکستان دا لمړۍ دوره وي.

راپورونه وائي چې دپاکستان په دې دوره کې دپاکستاني ټيم پخواني کوچ ډيوواټمور مهم کردار ادا کړى اؤ دسلامتۍ په اړه يې دلوبغاړو انديښنې لري کړي دي.

هغه دزمبابوى ريډيو سره خبرو کې وئيلي ددې دورې ارزښت مني اؤ پاکستان ته په تللو خوشحاله دى خو د فيډريشن اف انټرنيشنل کرکټرز ايسوسي ايشن( فيکا) امنيتي ماهران دزمبابوى دټيم دپاکستان ددورې په ضد دى.

دفيکا چئيرمين ټوني ائرش وئيلي دي چې دپاکستان دوره اوس هم دنۀ منلو جوگه خطره ده اؤ هغوي ټيمونو ته دپاکستان دنۀ تللو مشوره ورکوي.

دزمبابوى دحکومت امنيتي چارواکو هم دپاکستان ددورې مخالفت کړى ؤ اؤ خپل بورډ ته يې پاکستان ته دنۀ تللو مشوره ورکړې وه دکوم له امله چې پاکستان ته دزمبابوى کرکټ ټيم ددورې امکانات کم شوي وؤخو دپاکستان کرکټ بورډ له لوري دزمبابوى دبورډ چارواکو ته دسلامتۍ دبشپړ باور ورکولو اؤ دهغوي دانديښنو دلرې کولو وروستو دهغوي ټيم پاکستان ته سفر کولو ته اماده شو.

انټرنيشنل کرکټ کونسل( ائي سي سي) هم دامنيتي انديښنو په اساس ميچونو لپاره دخپلو چارواکو پاکستان ته دنۀ ليږلو اعلان کړى اؤ پاکستان ته يې دمقامي چارواکو په څارنه کې دميچ کولو مشوره ورکړې ده.

دزمبابوى اؤ پاکستان ترمينځ به دې دوره کې درې ديو ورځنو ميچونو اؤ دوه دټي ټوئنتي ميچونو سيريز لوبول کيږي، پاکستان کې به په لمړي ځل دميچونو اغاز دزمبابوى اؤ پاکستان ترمينځ په ٢٢مه مئ دټي ټوئنټي ميچ څخه کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG