لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"بوتل" د ووټونو په مېدان کې


دلته چې کوم چاته اتل وايي ، نوره دنيا ورته بوتل وايي
دلته چې کوم چاته اتل وايي ، نوره دنيا ورته بوتل وايي

په داسې حال کې چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د روانې مياشتې په دير۳۰م نيټه بلدياتي ټاکنې تر سره کيږي ، انتخابي کمپائن تود روان دی . خو د دغو ټاکنو دپاره کانديدانو ته په جاري کړی شوؤ انتخابي نخښو کې ځينې داسې دي چې خلک پرې گپونه لگوي ، او کانديد ته د هغه د خپل په نوم په ځايې د هغه د نخښې په نوم اواز کوي ، لکه بوتل ، منږک (مژک)او نور ........

د بلدياتې ټاکنو کانديدانو ته په ورکړل شوؤ نخښو کې د پالشوبرش، ډيبرۍ، منږک، د کېلې پوستکی، باجه ، بوتل او نورې هم ډېرې شاملي دي .

خو په دغو ټاکنو کې بيا د بوتل نخښه ډېره مشهوره شوې ، او نه يواځې په سوشل ميډيا لکه فېس بک يې خلک د خوند دپاره خپروي بيلې بيلې لېبلې پرې تپي ، بلکې په شخصي محفلونو کې پرې هم تاؤده گپونه لگي .

بوتل په خپل ځايې ځانگړتياوې لري ، لکه بوتل د فرانس د عطرو دی ، نو بوتل بيا د دارو يا دوايۍ هم دی . په بل ځايې کې بوتل بيا هندي او انگلش فلمونو کې هم ليدل کيږي او د اردو ژبې مشهور شاعر مرزا عالب هم په خپلو شعرونو کې ځايې په ځايې بوتل ياد کړی دی .

دغه رنگ بوتل د شرابو هم وي ، خو په پاکستان کې په عمومي توگه بوتل يا خو د خوږو شربتو او بيا د دارو په بوتل مشهور دی .

ولې د پښتنو په سيمه بوتل د کم عقل يا ناپوهه کس سره تشبيح کيږي . لکه وئيل کيږي (څه بوتل يې، يا دا څه بوتل خان دی) . او بيا شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې بوتل د مزاح دپاره کارولی ، لکه عبدالرحيم روغانی په خپل دغه شعر کې وايي ...

بې احساسه يار بوتل وي ، نه د غم نه د ښادۍ وي

شرابي که مست يا مړ وي ، خو بوتل ترې خبر نه وي

بيا داسې هم نه ده ، بوتل ډېر د کار څيز هم دی په ډېرو موقعو په کار راځي ، ځينې خلک دا هم وايي چې په بوتل کې يې پيريان بند کړي او نور ... ، او په ټي وي پروگرامونو کې بيا دغه نندارې هم ښکارول کيږي . بوتل په خپل ځاېې نورې هم ډېرې گټي لري .

خو پښتانه چه خپل بيل سماجي جوړښتونه او حساسه رويې لري ، په دغه ټولنه کي بوتل زيات تره هم د ناپوهۍ د علامت په توګه کارول کيږي ، لکه چه روغاني په خپل دغه شعر کې راخيستی دی .....

دلته چې کوم چاته اتل وايي ، نوره دنيا ورته بوتل وايي

د دې بحث مقصد چې هيڅ کله هم د بوتل سپکاوی نه دی ، خو د انتخابي کميسون په دغه نخښو خبره کول دي چې د دې په شا به د دوي کوم مقصد وي . په پنجاب او د ملک په نورو برخو کي بيا سماجي رويې بدلې دي ، خو د پښتنو په سيمه د بوتل نه علاوه نورهم ډير داسې څيزونه شته چې د پښتنو ثقافتي او سماجي رويو سره د نزدې جوړښت لري .

د خېبرپښتونخوا د بيلابيلو سيمو نه داسې خبرونه هم مخې ته راغلي ، چې يو شمېر کانديدانو بيا هغويې ته په ورکړل شوؤ انتخابي نخښو احتجاجونه کړي ، او دويې ځينې نخښې خپل سپکاوی گڼي . او وايي خلک ورته اواز ورکوي ، بوتل راغی .

بيا هم دا به اوګڼو چې بوتل ډير د کار څيز دی او د انسان په ژوند کي ډير ضرورتونه د بوتل نه علاوه بل څه څيز يې ډېر په گرانه پوره کولی شي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG