لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو ولي داد ټوله دنیا مني خو پښتانه یې خپله نه پیژني


wali dada ustad
wali dada ustad

ولي داد استاد د موسیقۍ د دنیا لویې فنکار دی خو ډیر پښتانه یې نه پیژني ځکه چې هغه خوار سندر غاړی نه دی .

اؤ د پښتنوعادت دی چې سندرې نه وایی نو فنکار یې نه ګڼي.

دا هاغه ولي داد استاد دی چې د خیال محمد، ګلناربیګم ،هدایت الله، کشورسلطان پشان لویې فنکاران یې ځلولي خو پخپله د ګمنامۍ په تیاروکې ورک پروت دی.

استاد ولي داد خواوشا د اویاؤ کالو راهسې د فن په خدمت بوخت دی ،

دا وخت اتیا کاله عمر لری ، د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې یې د ښاغلی فقیرداد په کور کې سترګې غړولی دی خو د مشرانو تعلق یې په بنیادي ډول د صوابۍ سیمې سره دی .

احمدګل استاد د محفل برخه والو ته سندره اوروي
احمدګل استاد د محفل برخه والو ته سندره اوروي

د لسو کالو د عمر نه یې ‌طبله وهل پیل کړی ، فنی زده کړې یې د خلیفه اختر حسین اؤ استاد ګل صنم استاد نه کړي دي.

د پښتنو په هاغو ټولو طبله نوازانو کې ورته د لویې استاد حیثیت حاصل دی چې موازنه یې په څه نا څه حواله مونږ د نړیوال معیار د طبله نوازانو سره کولی شو.

په سوؤنو شاګردان یې روزلی دی، په زرګونو سندرو ته یې دموسیقۍ سرڅڼه کړې ده، په زرګونو سندریزو البمونو کښې یې طبله غږولې ده،

د امریکا، برطانیه ،جرمني ،کاناډا،ډنمارک په شمول یې دنړۍ په یو شمیر اروپایي ،خلیجي اؤ ایشایي هیوادونوکې د خپل هنرمظاهره کړې ده اؤ د ګڼو هیوادونو څخه یې د غوره طبله نواز جایزې ترلاسه کړي دی خو دپاکستان حکومت یا فني ادارو تر دې مهاله د هغه د فني خدماتو اعتراف په رسمی کچ نه دی کړی اؤ نه یې کوم لویې ایوارډ یا جایزه ورکړې ده .

ولي داد استاد وایی چې د هغه د شاګردانواؤ د فن د مینه والو مینه د هغه د پاره تر ټولو ستر ایوارډ دی خو ګیله من ضرور دی چې د هغه خدماتو ته په بهرنۍ نړۍ کې خو دقدر په سترګه کتل کیږي ولي په پاکستان کې یې چرته حکومت په هیره هم نوم یاد نه کړو.

د پښتونخوا دامن ثقافتي کاروان تنظیم له لوري اوړمه ورځ دخیبر بښتونخواه چارسدې سیمې په غني ډیرۍ کې ددغه ستر هنرمند په سرد ویاړ دشملې تړلو یا تاج پوشۍ کولو یوه درنه دستوره راجوړه کړی شوې وه چې پکې د پښتونخوا د بیلابیلو سیمو څخه فنکارانو، لیکوالانو، د ولي داد استاد شاګردانواؤ مینه والو په ګڼ شمیر کې برخه اخستې وه.

دتاج پوشۍ ددغه دستورې د کوربه چارې د پښتو د جدید غزل اؤ نظم نمائنده شاعرمحمد سعید سعید ترسره کولې .

د پښتو د نومیالی موسیقار اؤ صدارتي ایوارډ یافته استاد نزیرګل په لاس داستاد ولي داد په سر د ویاړ شمله وتړل شوه اؤ یو شمیر مقررینو چې پکې موسیقاران ای ار انور، استاد نزیرګل، استاد فضل محمد ،سندرغاړي احمدګل استاد، فیاض خان خیشګی، فضل وهاب درد،نیازګل، اشرف ګلزار، لیکوال معظم خان معظم اؤصحافی فاروق فراق شامل وؤ د استاد ولي داد په فن اؤ شخصیت خپل تاثرات وړاندې کړل.

ددغه ویناوالو غوښتنه وه چې د جنګ ځپلې پښتونخوا د فنکارانو سره دې نور د میرې مور سلوک نه لاس واخستل شي اؤ دلته دې هم د فن اؤ فنکار په هغه شان دولتي سرپرستي وکړل شي لکه څنګه چې د لاهور،کراچۍ اؤ اسلام اباد د فنکارانو کیږي.

مقررینو وویل یو خوا د کلونو کلونو راهسې په دې خاوره د بدامنۍ روان بهیرپښتو موسیقۍ ته نه سرکیدونکي زیان زیانونه اړولي دي اؤ بلخوا حکومت اؤ سرکاری ادارو د فن اؤ فنکار د سرپرستۍ نه مخ اړولی چې له دې امله نن پښتانه فنکاران یا خو دفن نه په لاس اخستو مجبور دي اؤ یا د و‌طن په پریښودو.

هغوي د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ولي داد استاد دخدماتو اعتراف باید په دولتي کچ وکړي اؤ هغه په صدارتي ایوارډ ونازوي.

ولي داد استاد پخپلوخبرو کې وویل د فن خدمت یې د صلو په خاطر نه دی کړی بلکې د فن سره مینه یې په رګونو کې لکه د وینې چلند کوی اؤ ترڅو چې ژوندی وې خپلو دغو فنی خدماتوته به ادامه ورکړي .

"سمه ده دلته فنکارانو ته ښه نه کتل کیږي خو څه وکړو؟دا ږمونږ هنردی اؤ مونږ به یې پالو، که هر شان حال وي وروستو کیدی خو نه شو"

هغه وویل څلور ځله یې امریکا ته سفر کړی ، لندن ،جرمنی ډنمارک حتي ټوله اروپا یې کتلې ده خو د خپلې خاورې اؤ خلکو سره مینه لري ځکه په دغوهیوادونو کې د پاتې کیدو پځایې یې د پښتونخوا د نیستۍ ورځو شپو ته غاړه ایښې ده ترڅو دلته د خپلو شاګردانوتربیه جاري وساتي اؤ د پښتنو د خاورې څخه د فن څادر ټول نه شی.

هغه وویل د ټولو هاغو مینه والو د مینې منندویه دی چې ددهّ په ویاړ یې دغه دستوره راجوړه کړې ده.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د موسیقی نشست وشو چې پکې نومیالو سندرغاړو د پروګرام برخه والوته پخپلو خوږو اوازونو کې سندرې واورولې اؤ د ټولې شپې دغه خوندور محفل عن تر چرګ بانګه ادامه وکړه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG