لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زمبابوی کرکټ ټيم د پاکستان دوره کوي


په دغه دوره کې به دوه ټي ټيونټي او درې يو ورځني مېچونه کيږي چې ټول په لاهور کې ټاکل شوي دي .
په دغه دوره کې به دوه ټي ټيونټي او درې يو ورځني مېچونه کيږي چې ټول په لاهور کې ټاکل شوي دي .

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) ترجمان وئيلي د زمبابوی کرکټ ټيم په سرکاري توگه پخلی کړی چې راتلونکې اوونۍ نه د پاکستان دوره کوي ، او په دغه دوره کې به دوه ټي ټيونټي او درې يو ورځني مېچونه کيږي چې ټول په لاهور کې ټاکل شوي دي .

د زمبابوی کرکټ ټيم د پاکستان دوره چې د وړاندې نه ټاکل شوې وه خو په کراچۍ کې د اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو کسانو باندې د بريد وروستو زمبابوی خپله فېصله واپس اخيستې او د صلاح مشورې کولو يې وئيلي ؤ .

د جمعې په ورځ لاهور کې مطبوعاتو سره خبرو کې د پي سي بي چيئرمېن شهريارخان ووئيل ، چې د زمبابوی ټيم د پروگرام ترمخه د پاکستان دوره کوي .

هغه ووئيل " د زمبابوی کرکټ بورډ صدر ولسن مناسی راته په ټيليفون وئيلي چې مونږ راځو ، د حکومت لخوا دا فېصله شوې او اجازت راته مېلاؤ شوی دی ".

تېره اوونۍ د زمبابوی يو هيئت د پاکستان په دوره راغلی او د امنيتي انتظام د جائزې اخيستو وروستو يې په سيکيورټي انتظاماتو اطمينان څرگند کړی ؤ .

خو د شورو په ورځ کراچۍ کې په اسماعيليانو د بريد وروستو شهريارخان وئيلي ؤ ، د زمبابوی ټيم پاکستان ته د راتلو نه معذرت کړی دی .

د پي سي بي ترمخه د زمبابوی ټيم چې اوس د پاکستان دوره کوي ، د راتلونکې اوونۍ نه په پېل کېدونکې دوره کې دوه ټي ټيونټي او درې يو ورځني مېچونه ټاکل شوي دي او ټول به د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې ترسره کيږي .

پاکستان کې نزدې شپږ کاله وروستو نړيوال کرکټ پېل کيږي ، ځکه د زمبابوی ټيم د پاکستان دوره ډېره مهمه بلل کيږي .

د کال ۲۰۰۹م د مارچ په مياشت کې لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټيم د ترهگريز بريد وروستو د ټيسټ مېچ لوبېدونکي درجې والا کوم نړيوال ټيم پاکستان ته نه دی راغلی ، او له دې کبله د پاکستان په کوربه توب مېچونه په متحده عرب اماراتو کې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG