لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بوسټن بمي چاؤدنو کې مجرم ته د مرگ سزا اورول شوې


دوه کاله وړاندې شوؤ دغو بمي چاؤدنو کې درې کسان وژل شوي او ۲۶۴ ژوبل شوي وو .
دوه کاله وړاندې شوؤ دغو بمي چاؤدنو کې درې کسان وژل شوي او ۲۶۴ ژوبل شوي وو .

د امريکې په بوسټن کې د ميراتهن رېس (منډې) په اخره کې د شوؤ دوه بمي حملو په جرم کې زوخار سارنيف ته عدالت د مرگ سزا اورولې ده .

دوه کاله وړاندې شوؤ دغو بمي چاؤدنو کې درې کسان وژل شوي او ۲۶۴ ژوبل شوي وو .

د بوسټن عدالت چې په اووه سړو او درې زنانوؤ مشتمل ؤ د درېو ورځو پورې د ۱۴ ساعتو نه د زيات وخت د صلاح وروستو د جمعې په ماښام دغه فېصله اورولې ده .

د عدالت په باضابطه اعلان کې وئيل شوي ، چې عدالت دغه کېس د هر اړخ نه کتلی او د کېس نوعيت ته په کتو دې نتيجې ته رسېدلی چې سارنيف ته د مرگ سزا ورکول پکار دي .

سارنيف ته په دغه مقدمه کې د مرگ سزا اورولو دپاره ضروري وه چې عدالت کومې متفقه فېصلې ته ورسي ، گنې هغه ته بغېر د ضمانت نه د عمر بند تېرول ؤ .

تېره اوونۍ زوخار سارنيف په ټولو ۳۰ تورونو کې مجرم گرځول شوی ؤ ، او هغه ته د مرگ سزا ورکولو امکان ؤ .

د وايس اف امريکا فاطمه تليسوا د عدالت د کمرې نه خپل رپورټ کې وئيلي ، چې د جيوري څو غړي په ژړاشو او زوخارسارنيف خپل سر پټ کړو .

د فېصلې وروستو يو بيان کې د امريکې اټارني جنرل لوريتا لنچ په زوخار باندې د په بې دردۍ سره د ترهگرۍ د بريد تور پورې کړو .

هغه ووئيل که هر ډول فېصله وي د متاثرينو وژل شوي خپلوان بيرته نه شي راتلی او نه د هغو په وجود او دماغو شوي اثرات کمېدی شي .

خو نوموړي وئيلي ، د دغې د مرگ د سزا نه علاوه بل څه نه شو کېدی او وي وئيل چې د کېس د فېصلې سره به د متاثره کورنو حال يو څه ښه شي .

د ترهگرۍ په دغه کېس کې د بوسټن عدالت د شورو يا چارشنې د ورځې نه صلاح پېل کړې او له دې وړاندې استعاثې او د مجرم وکيلانو د سزا په مهال خپل ختمي دلائل ورکړي وو .

استعاثې د صفائۍ د وکيلانو دلائل رد کړي او وئيلي يي ؤ چې زوخار د خپل انتهاپسند مشر ورور تمرلان د اثر لاندې ؤ څوک چې پوليس سره د جهگړې په مهال وژل شوی ؤ .

هغه ووئيل چې د ميراتهن بمي حملو په مهال چې زوخارسارنيف د ۱۹ کلونو وو ، خو هغه دومره وړوکی هم نه ؤ چې په خپله يې د ښه او بد تميز نه شو کولی ، او هغه د امريکې نه په عراق او افغانستان کې د جنگونو بدل اخيستو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG