لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا اؤ سعودي عرب مثالي ملگري دي،اوباما


صدر اوباما صحافيانو ته وويل امريکا اؤ سعودي عرب په دې سخت وخت کې هم دخپلو اړيکو دښه کولو لپاره هڅې دوامداره ساتلي دي.
صدر اوباما صحافيانو ته وويل امريکا اؤ سعودي عرب په دې سخت وخت کې هم دخپلو اړيکو دښه کولو لپاره هڅې دوامداره ساتلي دي.

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې دامريکا اؤ سعودي عرب ترمينځ دتيرو اوؤ لسيزو راهسې غيرمعمولي ملگرتيا ملگرتيا لري.

دشورو په ورځ سپينه ماڼۍ کې دسعودي عرب ولي عهده شهزاده محمد بن نائف اؤ مرستيال ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره دخبرو څخه وروستو صحافيانو سره دخبرو په مهال امريکائي صدر دغه بيان ورکړى.

دسپينې ماڼۍ په اوول افس کې دسعودي هيئت سره دليدنې څخه وروستو صدر اوباما صحافيانو ته وويل امريکا اؤ سعودي عرب په دې سخت وخت کې هم دخپلو اړيکو دښه کولو لپاره هڅې دوامداره ساتلي دي.

هغه وويل دسعودي ولي عهده سره ليدنه کې ديمن صورتحال هم تر غور لاندې راغلى اؤ هلته دپځايې شوې عارضي جنگ بندۍ په موثر کولو خبرې شوي.

امريکائي صدر وويل سعودي عرب سيمه کې دفعاله تندروه ډلې داعش په ضد دکيدونکو بين المللي هڅو مهمه برخه ده، هغه وويل دسعودي ولي عهد شهزاده محمد بن نائف سره دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه خبرې نۀ يواځې دسيمې دثبات بلکې دامريکائي اولس دمحفوظولو لپاره هم مهمې دي.

په دغه موقع خبريالانو سره خبرو کې دسعودي ولي عهده وويل صدر اوباما ته يې دشاه سلمان پيغام رسولى چې پکې دسعودي مشر وئيلي هغه ددواړو هيوادونو ترمينځ تاريخي اؤ سټريټجک اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.

شهزاده محمد دصدر اوباما په مخاطب کولو سره وويل مونږ په سختو حالاتو قابو موندلو کې دامن اؤ ثبات لپاره تاسو سره کار کولو ته تيار يو

دسعودي دغه دواړه مشران په شپږ ملکي خليج مرستندويه کونسل اؤ دامريکا په مشرۍ غونډه کې گډون لپاره واشنگټن ته رسيدلي دي.

دسعودي عرب باچا روانه اوونۍ کې سرمشريزه غونډه کې دگډون څخه معذرت کړى ؤ اؤ گڼو مبصرينو اؤدميډيا دا داوباما انتظاميې لپاره يوه ضربه گرځولې وه.

دخليج مرستندويه کونسل دشپږو هيوادونو څخه يواځې دقطر اؤ کويت مشران دصدر اوباما په بلنه سرمرشيزه غونډه کې گډون کوي اؤ دسعودي عرب، بحرني، عمان اؤ متحده عرب اماراتو حکومتونو غونډه لپاره خپل استازي ليږلي.

ددغه غونډې مقصد دايران په جوهري پروگرام اؤ دتهران اؤ واشنگټن ترمينځ په وړانديز کړل شوي تړون خليجي هيوادونه باور کې اخستل دي ، دغه هيوادونه سيمه کې دايران روايتي مخالف دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG