لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : په ميلمستون دطالبانو حمله،دبهرنيانو په گډون ۱۴ مړۀ


 دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحماني وئيلي دي چې حمله پينځه ساعته وروستو له هغې ختمه شوه چې ځانگړو ځواکونو حمله کې ککړ درې بريدکوونکي ووژل.
دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحماني وئيلي دي چې حمله پينځه ساعته وروستو له هغې ختمه شوه چې ځانگړو ځواکونو حمله کې ککړ درې بريدکوونکي ووژل.

وسله والو جنگيالو دشورو په شپه دافغانستان پلازمينه کابل کې وسله والو جنگيالو دشورو په شپه دافغانستان پلازمينه کابل کې په يو ميلمستون حمله کړې چې پکې پينځه کسان وژل شوي دي.

دزيارت په ورځ چارواکو وئيلي دي چې کابل کې تيره شپه ترسره شوې حمله کې وژل شوؤ کسانو کې يو امريکائي اؤ دوه هندوستاني وگړي هم شامل دي.

طالبانو ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې، يو بيان کې طالبانو وئيلي دي چې په هاغه پارټۍ، چې پکې مهمو خلکو اؤ امريکايانو برخه اخسته، دحملې منصوبې بندي په احتياط سره شوې وه.

دحملې څخه وروستو هوټل کې گڼ شمير ميلمانۀ دننه گير پاتې شوي اؤدامريکائي سفارت خانې وياندې مونيکا ايل کمنگز وئيلي دي چې په وژل شوؤ کسانو کې يو امريکائي وگړى هم شامل دى، په ټوئټر افغانستان لپاره دهندوستان سفير وئيلي دي چې دهغوي وگړو ته هم دغه حمله کې مرگ ژوبله اوښتې.

دچارواکو وينا ده چې دغه حمله دشپې اتۀ نيمې بجې پيل شوې وه چې له دې وروستو دکابل کولوله پُشته کې موققعيت لرونکي پارک پيليس گيسټ هاؤس گيره کې اخستل شوى ؤ، دغه حمله خواؤشا پينځه گينټې وروستو ختمه شوې.

دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحماني وئيلي دي چې حمله پينځه ساعته وروستو له هغې ختمه شوه چې ځانگړو ځواکونو حمله کې ککړ درې بريدکوونکي ووژل.

هغه وويل امنيتي ځواکونو دگيرو شوؤ ميلمنو په گډون دهوټل د٥٠ؤ څخه زيات کسان ژغورلي، هغه وئيلي دي چې کوم لسگونه کسان ژغورل شوي په هغوي کې پينځه کسان ژوبل هم دي.

دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي خبريالانو ته وئيلي دي چې په پارک پيليس ميلمستون شوې حمله کې دبهرنيانو اؤ افغانانو په گډون پينځه وژل شوي اؤ زياته يې کړه چې لږ ترلږه پينځه کسان ژوبل شوي هم دي.

په نوي ډيلي کې دهند خارجه وزارت يو چارواکي وئيلي دي چې دغه حمله کې دوه هندوستانيان هم وژل شوي دي.

دميلمستون يو ملازم اى ايف پي ته وئيلي دي ټاکل شوې وه چې پارک پيليس ته به دالطاف حسين په نوم سندرغاړى ورځي اؤ په دغه موقع گڼ مهم خلک رابلل شوي وؤ چې ډزې پيل شوې.

دافغانستان پلازمينه کابل کې دغه حمله په داسې وخت کې شوې چې سږکال افغان عسکر دامريکا په مشرۍ دبهرنو جنگي ځواکونو دملاتړ څخه بهر دطالبانو له لوري دسپرلي دجگړې سره مخ دي.

چارواکي وائي چې دغلته دموسيقۍ يو محفل جوړيدونکى ؤ خو دخوش قسمتۍ نه دميلمنو راتگ لا نۀ ؤ پيل شوى.

تيره مياشت دسپرلي دجگړې داعلان څخه وروستو طالبانو افغانستان کې په افغان ځواکونو حملو کې تر ډيره حده چټکتيا راوستې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG