لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادي لاره کې بدلون نۀ کيږي،احسن اقبال


 احسن اقبال وويل چې دپاک چين اقتصادي لارې مقصد داوږدمهاله پروگرام لاندې دهيواد دټولو برخو يو شان پرمختگ باوري کول دي.
احسن اقبال وويل چې دپاک چين اقتصادي لارې مقصد داوږدمهاله پروگرام لاندې دهيواد دټولو برخو يو شان پرمختگ باوري کول دي.

وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دپاک چين اقتصادي لارې په منصوبه کيدونکي ټول گونديز کانفرنس کې شاملو دهيواد دټولو سياسي گوندونو مشرانو ته دمنصوبه بندۍ اؤ پرمختگ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې داقتصادي لارې منصوبه کې څه رقم بدلون نۀ شي کولى.

تيره مياشت دپاکستان ددورې په مهال دچين صدر دپاک چين اقتصادي لارې، بجلۍ دپيداوار اؤ نورو منصوبو لپاره دسرمايه کارۍ په اړه پاکستان سره په تړونونو لاسليکونه کړي وؤ.

له دې وړاندې دپاکستان خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې قام پرستو سياسي گوندونو دپاک چين اقتصادي لارې دممکنه بدلون لړ کې دانديښنو څرگندونه کړې اؤ تور يې لگولى چې دغه منصوبه کې پنجاب صوبې ته دزياتې گټې رسولو لپاره اقتصادي لاره بدلولى اؤ دپښتونخوا اؤ بلوچستان پسمانده سيمې له پامه غورځولى شي.

دپاک چين اقتصادي لارې په اړه په منصوبې دحال احوال تيرولو په مهال احسن اقبال دا تاثر رد کړى چې گنې دغه منصوبه کې څه رقم بدلون شوى اؤ وې وئيل چې په ځانگړې توگه په ميډيا په دې خبره ټينگار کيږي چې دا لاره به يواځې دپنجاب څخه تيريږي،پخپله دچين صدر خپل پارلمان ته په وينا کې ددې خبرې نفي کړې اؤ په واضحه توگه يې وئيلي وؤ چې دا منصوبه به دبلوچستان اؤ سندهـ څخه تيريږي

احسن اقبال وويل چې دپاک چين اقتصادي لارې مقصد داوږدمهاله پروگرام لاندې دهيواد دټولو برخو يو شان پرمختگ باوري کول دي.

هغه وويل چې پاک چين اقتصادي لاره به سيمه کې دبدلون علت جوړيږي اؤ ورسره به دتاريخي چيني سرمايه کارۍ په گډون په لويه پيمانه دبين المللي سرمايه کارۍ کې مرسته ترلاسه کيږي..

حکومت تيره مياشت سياسي گوندونو ته باور ورکړى ؤ چې وزيراعظم نواز شريف به ډير زر دپاک چين اقتصادي لارې، انتخابي اصلاحاتو اؤ صوبو دحقونو په په گډون په مرکزي معاملو هغوي خبروي.

غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې دوړاندې تگ څخه دپاکستان مخه نيونکي داقتصادي لارې څخه ويريلي خو داقتصادي لارې گټه به يواځې پاکستان اؤ چين ته نۀ بلکې ټولې سيمې ته وي.

دوزيراعظم په مشرۍ دپارليماني مشرانو غونډه کې دپيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري ، خورشيد شاه، اعتزاز احسن، فاروق نائيک اؤ شيرى ريحمان، دجمعيت علماء اسلام(ف) امير مولانا فضل الرحمان، دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان، دجماعت اسلامي امير سراج الحق، دقومي وطن پارټۍ مشر افتاب شيرپاؤ، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزى،دنيشنل پارټۍ حاصل بزنجو اؤ دمسلم ليگ(ضياء) اعجازالحق گډون کړى.

دحکومت مخالفه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان که هر څو دغه غونډه کې برخه نۀ ده اخستې خو دهغه پځايې شاه محمود قريشي، شيرين مزاري اؤ اسدعمر غونډه گې گډون لري.

دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزي وئيلي ددې منصوبې لاندې نورو سيمو کې خو موټروى اؤ لويې لويې سړکونه جوړيږي خو بلوچستان کې هم په هاغو وړو، وړو سړکونو گزاره کولى شي.

دمحمود خان اچکزي ددغه اعتراض په ځواب کې وزيراعظم نواز شريف پخپله وويل چې دمنصوبې لاندې جوړيدونکي سړکونه به دپاکستاني پوځ اداره ايف ډبليو او جوړوي اؤ که دهرځايې څخه تيريږي دغه سړکونه به دبين المللي معيار وي.

پاکستانيوزيراعظم دا هم وويل چې دغه پرمختيائي منصوبه دکوم گوند يا حکومت نۀ بلکې ملي منصوبه ده اؤ مخالفت يې يواځې هاغه خلک کوي چې دهيواد پرمختگ نۀ شي ليدى.

نوازشريف وويل موجوده حکومت دټولو قومي معاملو درايې په اتفاق سره په هواري باور لري اؤ زياته يې کړه چې صلاح مشورې دجمهوريت روح دى اؤ هغوي دمعيشت،سلامتۍ اؤ ترهه گرۍ په گډون په ټولو قومي معاملو تل پارلمان باور کې اخستى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG