لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دعلماؤ په کونسل دطالبانو حمله،7 کسان وژل شوي


 په علماء کونسل دغه حمله وروستو له هغې شوې چې دغه کونسل څوځله دطالب جنگيالو په ضد جگړه کې دامنيتي ځواکونو دملاتړ اعلان وکړو.
په علماء کونسل دغه حمله وروستو له هغې شوې چې دغه کونسل څوځله دطالب جنگيالو په ضد جگړه کې دامنيتي ځواکونو دملاتړ اعلان وکړو.

دشورو په ورځ افغان پوليسو وئيلي دي چې دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې وسله والو جنگيالو دعلماؤ په يوه غونډه ناتاره ډزې کړي چې پکې ٧ کسان وژل شوي دي.

په علماء کونسل دغه حمله وروستو له هغې شوې چې دغه کونسل څوځله دطالب جنگيالو په ضد جگړه کې دامنيتي ځواکونو دملاتړ اعلان وکړو.

دپوليسو يو چارواکي جان اغا وئيلي دي چې غونډه روانه چې دوه طالب جنگيالي راغلل اؤ حمله يې وکړه

دهلمند په سرښار لشکرگاه کې شوې دغه حمله کې څلور اولسي وگړي اؤ درې پوليس عسکر وژل شوي دي.

دپوليسو چارواکي وئيلي دي چې يو وسله وال وژل شوى اؤ بل اوس هم امنيتي ځواکونو سره په جگړه بوخت دى.

افغان طالبان په کال ٢٠٠١ء کې دامريکا په مشرۍ ځواکونو داقتدار څخه لرې کړي وؤ اؤ دهاغه وخت راهسې کابل کې دامريکا دملاتړي حکومت په ضد په جگړه بوخت دي، طالبانو افغانستان کې پخپلو حملو کې وروستو له هغې چټکتيا راوسته چې دتيرکال په اخره کې افغانستان څخه زياتره بهرني جنگي عسکر ووتل.

دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي دتازه حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ دعوه يې کړې چې دغه حمله کې ١٥ چارواکي وژل شوي.

تيره مياشت دسپرلي دجگړې داعلان څخه وروستو طالبانو افغانستان کې په افغان ځواکونو حملو کې تر ډيره حده چټکتيا راوستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG