لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ افغانستان دترهه گرۍ دختمولو ژمنه کړې


 په پښتو اؤ دري ژبه کې هغه وويل”پاکستاني مشرانو سره زمونږ دبحث مرکز گډ گواښونه اؤ گډې گټې وې“
په پښتو اؤ دري ژبه کې هغه وويل”پاکستاني مشرانو سره زمونږ دبحث مرکز گډ گواښونه اؤ گډې گټې وې“

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف اؤ دافغانستان صدر اشرف غني دنهې په ورځ دواړو هيوادونو څخه دترهه گرۍ دشريکې خطرې دختمولو اؤ ددغو هيوادونو داولسونو لپاره ديو محفوظ ماحول د رامينځته کولو ژمنه کړې ده.

کابل کې دلوړې کچې دغونډې څخه وروستو دواړو مشرانو يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا وکړه، په دغه مهال افغان صدر اشرف غني وويل چې بد يا ښه ترهه گر نشته اؤ زياته يې کړه چې ترهه گري ، ترهه گري ده اؤ دا دپاکستان اؤ افغانستان اؤ دهغوي داولسونو گډ دښمن دى

په پښتو اؤ دري ژبه کې هغه وويلپاکستاني مشرانو سره زمونږ دبحث مرکز گډ گواښونه اؤ گډې گټې وې

افغان صدر وويل که يو ماشوم په پيښور يا افغانستان کې وژل کيږي، دواړه يو شان دي، مونږ داسې ماحول غواړو چې کله يو ماشوم په پاکستان اؤ افغانستان کې بهر ته لاړ شي نو کور ته محفوظ راستون شي

وزيراعظم نواز شريف دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره دنهې په ورځ په يوه ورځنۍ سرکاري دوره دافغان صدر اشرف غني په بلنه کابل ته رسيدلى اؤ دغلته يې افغان مشرانو سره دلوړې کچې خبرې اترې کړي دي.

دميډيا راپورونو کې دسرچينو له خُلې وئيل شوي دي چې اشرف غني وزيراعظم نواز شريف ته وئيلي دي حکومت به يې دهغه په قول دتپل شوې جگړې په ضد دافغانستان دفاع کوي.

دافغانستان صدارتي محل غونډه کې دصدر اشرف غني له خُلې وئيلي دي چې دا په افغانستان تپل شوې جگړه ده اؤ مونږ به دخپل هيواد اؤ اولس دفاع کوؤ هغه وويل زمونږ امنيتي ځواکونه دا جگړه دسيمې دثبات لپاره کوي

هغه وويل چې په دواړو هيوادونو کې اولس امن اؤ ثبات غواړي اؤ زياته يې کړه چې ددواړو هيوادونو دپرمختگ لپاره دا يواځينى حل دى، دصدارتي محل څخه دجاري شوي بيان ترمخه دواړو خواؤ په امنيتي معاملو بحث وکړو

دغه بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان ژمنه کړې چې هاغه پرمختيائي پروژې به مکملوي کومې چې لا مکمل نۀ دي.

وزيراعظم نواز شريف هم وئيلي دي چې پاکستان اؤ افغانستان به دخپلې مضبوطې ارادې اؤ جامع اؤ مربوطې ستراتيژۍ پخپلولو سره دترهه گرۍ لعنت ختموي.

اشرف غني سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نوازشريف وويل چې هغوي دگډو چيلنجونو په اړه په معاملو پراخه بحث کړى.

افغانستان کې دتشدد اوسنو پيښو کې اضافې ته په اشارې کولو سره پاکستاني وزيراعظم وويل هغوي تشدد کې داضافې اؤ طالبانو لخوا دعظم کارروايۍ په کلکه غندنه کوي اؤ زياته يې کړه چې ددغه رقم کارروايۍ اؤ حملو وضاحت به دترهه گريزو عملونو په توگه کولى شي اؤ هغوي ددغسې حملو په سختو ټکو کې غندنه کوي.

نوازشريف په ډاگه کړه چې سيمه کې امن اؤ ثبات تر هاغه وخته پورې نۀ شي راتلى ترڅو چې دترهه گرۍ لعنت له مينځه نۀ وي وړل شوى.

پاکستاني وزيراعظم وويل زۀ تاسو باور درکووم چې دافغانستان دښمنان دپاکستان ملگري نۀ شي کيدى

نواز شريف دافغانانو په مشرۍ دافغان امن عمل ملاتړ وکړو اؤ افغان صدر ته يې دې لړ کې دهررقم ممکنه هلوځلو باور ورکړو.

هغه وويل چې که( دترهه گرو) ځالې موندل کيږي نو دنيغ په نيغه کارروايۍ له لارې به ختمولى شي اؤ دموجوده ميکانيزم له لارې به يې څارنه کولى شي، وزيراعظم وويل دافغانستان دبې ثباته کولو لپاره به دکوم تندلاري يا ډلې لخوا دهڅو به په سختۍ سره مقابله کولى شي اؤ دغسې عناصر به غيرقانوني گرځولى اؤ تعقيب به يې کولى شي.

هغه وويل چې دترهه گريز عمل په صورت کې پاکستان اؤ افغانستان دمخنيوي دکارروايۍ په گډه حق لري.

هغه وويل چې په پوله به دتندلارو دځالو دپه نخښه کولو لپاره پخپل مينځي اؤ متفقه بنيادونو دمربوطو کارروائيو منصوبه بندي کولى شي.

هغه وويل مونږ متفق يو چې زمونږ ددوه اړخيزو اړيکو رهنمائي به دعدم مداخلت په تگلارې سره کولى شي، مونږ به اجازه ورنۀ کړو چې زمونږ سيمې ديو بل په ضد استعمال شي ، دافغانستان دښمن سره به دداکستان ددښمن اؤ دپاکستان دښمن سره به دافغانستان ددښمن په توگه سلوک کولى شي

له دې وړاندې وزيراعظم نواز شريف دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دنهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلى اؤ دغلته دواړو مشرانو دافغانستان دصدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ليدنه کړې ده.

د پاکستان پوځ دتيرکال په ١٥م جون دافغانستان پولې ته نزدې پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي اؤ وروستو داکتوبر په مياشت کې ددغو عملياتو لمنه خيبرايجنسۍ پورې هم غزول شوې وه، دپوځ وينا ده چې دغو عملياتو کې تر دې مهاله د٢٥٠٠ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي اؤ دعوه کوي چې دغو دواړو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات ترسره کيږي.

تيره مياشت دطالبانو لخوا دسپرلي دجگړې داعلان کيدو څخه راپديخوا افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې اؤ افغان حکومت هڅه کوي طالبان دخبرو اترو ميز ته کښينوي اؤ دافغان جگړې يو پرامنه هوارى راوباسي.

طالبان افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځونو تر وتلو دامن خبرو اترو پيل کولو څخه انکاري دي اؤ تيره اوونۍ قطر کې افغان حکومت سره ترسره شوؤ خبرو کې يې خپله دغه ژمنه يوځل بيا تکرار کړې وه.

افغان اؤ لويديز چارواکي باور کوي چې پاکستان افغانستان کې دامنيت په ټينگښت کې مهم کردار ترسره کولى شي خو پاکستان کې سياسي مبصرين وائي کيدى شي د١٩٩٠ء په لسيزه کې افغانستان کې دطالبانو حکومت سره دښو اړيکو لرلو له امله پاکستان اوس هم په دغه ډله تر يوڅه حده اثرورسوخ لري خو بشپړ واک پرې نۀ لري.

پاکستان پخپله په افغان طالبانو داثرورسوخ لرلو څخه انکار کوي اؤ وايي دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ جوړجاړي کې يواځې دسهولت کار کردار ادا کولى شي خو دې لړ کې به مرکزي کردار پخپله افغان حکومت ته ادا کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG