لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دوهم ټيسټ کې بنگله ديش ته ماتې ورکړې


 دبنگله ديش ددې دورې په مهال دا دپاکستان لمړۍ گټه ده اؤ ددې په نتيجه کې دټيسټ نړيواله درجه بندۍ کې دپاکستان په دريم مقام موجودگي باوري شوې ده.
دبنگله ديش ددې دورې په مهال دا دپاکستان لمړۍ گټه ده اؤ ددې په نتيجه کې دټيسټ نړيواله درجه بندۍ کې دپاکستان په دريم مقام موجودگي باوري شوې ده.

دميرپور په شيربنگله کرکټ سټيډيم کې ترسره شوي دکرکټ دوهم ټيسټ ميچ کې پاکستان بنگله ته په ٣٢٨ رنز ماتې ورکړې اؤ ددوؤ ميچونو سيريز يې په يو صفر سره گټلى دى.

دبنگله ديش ددې دورې په مهال دا دپاکستان لمړۍ گټه ده اؤ ددې په نتيجه کې دټيسټ نړيواله درجه بندۍ کې دپاکستان په دريم مقام موجودگي باوري شوې ده.

پاکستان دې ميچ کې بنگله ديش ته دگټې لپاره د٥٥٠ رنز هدف ټاکلى ؤ خو دبنگله ديش ټول ټيم دميچ په څلورمه ورځ پخپل دوهم اننگز کې په ٢٢١ اؤټ شوى.

ميچ کې دپاکستان اظهرعلي په ډبل سنچرۍ جوړولو تر ټولو غوره لوبغاړى گرځول شوى، په دواړو ميچونو کې دترټولو زيات رنز جوړولو له امله اظهرعلي دسيريز غوره لوبغاړى هم گرځول شوى.

په دوهم اننگز کې دبنگله ديش تميم اقبال ٤٢، امرالقيس ١٧، مومن الحق ٦٨، محمدالله ٢، شکيب الحس ١٣، مشفق الرحيم صفر، سوميا سرکار يو، شووگاتا هوم ٣٩، تاج الاسلام ١٠، محمد شاهد ١٤ رنز جوړ کړي دي

دپاکستان له لوري په دوهم اننگز کې محمد حفيظ په صفر، سميع اسلم په ٨، اظهرعلي په ٢٥، يونس خان په ٣٩، مصبا الحق په ٨٢، اسد شفيق په ١٥ رنز اؤټ شوى اؤ سرفراز احمد په ١٨ رنز ناټ اؤټ پاتې شوى.

دپاکستان لخوا جنيد ياسر شاه څلور، عمران خان دوه، اؤ جنيد خان، وهاب رياض اؤ محمد حفيظ يو يو وکټ ترلاسه کړې ده.

پاکستان خپل لمړى اننگز داتوؤ وکټو په تاوان په 557 رنز ډکلئير کړى ؤ دکوم په ځواب کې چې بنگله ديش په ٢٠٣ رنز اؤټ شوى ؤ.

له دې وړاندې بنگله ديش پاکستان ته په دريوؤ يو ورځنو ميچونو کې واټ واش ورکړى ؤ اؤ يواځينى ټى ټوئنټي ميچ يې ترې هم گټلى ؤ، همدغه شان دپاکستان لخوا دبنگله ديش ددې دورې په مهال لوبول شوى لمړى ټيسټ ميچ بې له کومې نتيجې څخه پاې ته رسيدلى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG