لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: پوځي مرکزونو باندې سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي


پوځي مرکزونو باندې د کلکو امنيتي گامونو پورته کولو امر د " يواېس ناردرن کمانډ" مشر اېډمرل وليم گورټنی جاري کړی دی .
پوځي مرکزونو باندې د کلکو امنيتي گامونو پورته کولو امر د " يواېس ناردرن کمانډ" مشر اېډمرل وليم گورټنی جاري کړی دی .

د داعش وسله والو د موجودگۍ په اړه د "اېف بي ائي" د تازه رپورټ مخې ته راتلو وروستو ټوله امريکا کې په پوځي اډو او مرکزونو سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي .

د امريکې په ټېکساس کې د خاکو د نمائش په مهال د ډزو پېښه کې ککړ د دوه کسانو د دولت اسلامي (داعش) ډلې سره د رابطې د ادعا وورستو امريکايي تحقيقاتي ادارې اېف بي ائي په ټول ملک کې په پوځيانو او پوليس افسرانو د حملو اندېښنه څرگند کړې وه .

پوځي مرکزونو باندې د کلکو امنيتي گامونو پورته کولو امر د " يواېس ناردرن کمانډ" مشر اېډمرل وليم گورټنی جاري کړی دی .

د زيارت په ورځ د اېف بي ائي ډائريکټر جېمس کومی خبرداری ورکړی ؤ ، چې په امريکا کې د داعش په زرگونو آن لائن پېروکار کېدی شي شتون لري .

د هغه په وېنا ، په سلگونو بلکې په زرگونو کسان په ملک کې داسې دي ، چا ته چې د ترهگرو لخوا د آن لائن بهرتۍ وړانديزونه او امريکا کې د حملو هدايات مېلاويږي . او مونږ ته عمومي اندېښنه ده چې داعش په وردۍ کې پوځيان او قانون نافذؤنکې ادارې هدف جوړولی شي .

تېره اوونۍ گارلېنډ ، ټېکساس کې دوه وسله والو د پېغمبر اسلام (ص) د خاکو د مقابلې په يوه نمائشي مېله ډزې کړې وې ، او داعش د دغې حملې زمه واري قبوله کړې وه . خو امريکايي چارواکو وئيلي ؤ چې د دغې زمه وارۍ قبلولو شواهد ناکافي دي .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي ، اېف بي ائي او نورې تحقيقاتي ادارې اوس هم د دې خبرې پلټنې کوي چې ايا د دغو دواړو کسانو تعلق د داعش يا کوم بل نړيوال ترهگر تنظيم سره پاتې شوی يا ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG