لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دښځې په وژلو کې ککړو څلورو کسانو ته دمرگ سزا اورول شوې


 په ٢٧ کلنې فرخندې نومې دغه زنانه تور لگول شوى ؤ چې هغې دقران پاک دپاڼو سپکاوى کړى.
په ٢٧ کلنې فرخندې نومې دغه زنانه تور لگول شوى ؤ چې هغې دقران پاک دپاڼو سپکاوى کړى.

دافغانستان يو عدالت سږکال دمارچ په مياشت کې کابل کې دپاريدلو خلکو له لوري دقران پاک دبې حرمتۍ په تور په يوې ښځې دسرعام تشدد کولو اؤ دهغې وژلو کې ککړو څلورو کسانو ته دمرگ سزا اورولې ده.

په ٢٧ کلنې فرخندې نومې دغه زنانه تور لگول شوى ؤ چې هغې دقران پاک دپاڼو سپکاوى کړى.

دکابل ديوې محکمې جج سيف الله مجددي چې دشورو په ورځ کومو څلورو کسانو ته دمرگ سزا اورولې هغوي د١٩ؤ پوليس عسکور په گډون هاغو ٤٩ؤ کسانو کې شامل وؤ دچا په ضد چې دمقدمې اوريدنه شوې.

دغه مقدمه کې ککړو نورو اتوؤ کسانو ته د١٦ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې خو ١٨ ملزمان بري کړى شوي اؤ نورو کسانو ته به سزا داتوار په ورځ اورولى شي.

کابل کې دپاريدلو خلکو يوې ډلې په ١٩م مارچ په فرخندې نومې زنانه دردونکى اؤ سخت تشدد کړى ؤ اؤ دهغې دوژلو څخه وروستو يې ورله مړى هم سوځولى ؤږ، په دغه موقع موجودو گڼو پوليس عسکرو ددغه زنانه دژوند بچ کولو لپاره هيڅ قسمه کارروائي نۀ وه کړې.

افغانستان کې په عامه توگه جنازه سړي اوړي خو دا لمړۍ موقع وه چې ددغه زنانه جنازه دسړو پځايې ښځو وړې وه.

دغه پيښه کې ککړ کسان دموبائيل فون له لارې دجوړې کړل شوې ويډيو په مدد سره نيول شوى کومه چې دټولنيزو رابطو په ويب سائټ لوډ کړل شوې وه.

کابل کې په رڼا ورځ دپاريدلو خلکو له لوري ددغه زنانه دوژنې په ټول افغانستان کې عامو خلکو اؤ دمدني ټولنې لخوا دسختې غم اؤ غصه څرگندونه شوې وه.

افغانستان کې عدالتي نظام کې دمقدمو تر اوږدې مودې پورې دځنډ دښکار پاتې کيدل عام دي خو په دغه معامله په تُندۍ سره شوې کارروائي اولسي حلقې ستائي.

مجرمانو ته دخپلو سزاگانو په ضد اعلي عدالت کې داپيل جمع کولو حق ترلاسه دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG