لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او بنگله دېش ټېسټ مېچ بې د کومې نتيجې ختم شو


نن مېچ په داسې مهال ختم شو ، چې بنگله دېش ته د ۲۵۹ رنزونو برتري حاصله وه ، او شپږ کهلاړيان يې اؤټ شوي وو .
نن مېچ په داسې مهال ختم شو ، چې بنگله دېش ته د ۲۵۹ رنزونو برتري حاصله وه ، او شپږ کهلاړيان يې اؤټ شوي وو .

د پاکستان او بنگله دېشن کرکټ ټيمونو ترمينځ لمړۍ ټېسټ مېچ په پينځمه ورځ په داسې مهال بغېر د کومې نتيجې ختم شو ، چې د بنگله دېش دويم اننگز روان ؤ او په شپږو کهلاړيانو اؤټ کېدو يې ۵۵۵ رنزونه جوړ کړي وو .

د بنگله دېش په کهلنا کې ترسره شوي دغې مېچ په سر کې په لمړي اننگز کې بنگله دېش ۳۲۲ رنزونه جوړ کړي ، او په ځواب کې د پاکستان ټيم بيا ۶۲۸ رنزونه جوړ کړل .

نن مېچ په داسې مهال ختم شو ، چې بنگله دېش ته د ۲۵۹ رنزونو برتري حاصله وه ، او شپږ کهلاړيان يې اؤټ شوي وو .

د بنگله دېش لخوا تميم اقبال په مېچ کې غبرگې سنچريانې جوړ کړې ، او دا د بنگله دېش دويم کهلاړي وگرځېدو چې د غبرگو سنچريانو اعزاز يې حاصل کړو .

تميم اقبال چې د ۱۷ چوکو او ۷ چهکو په گډون يې ۲۰۶ رنزونه جوړ کړي ، هغه د مېچ غوره لوبغاړی هم وگرځول شو .

د بنگله دېش په ضد دويم اننگز کې جنېدخان او محمدحفيظ دوه ، دوه او زوالفقاربابراو اسدشفيق يو يو وکټ اخيستو کې کامياب شو .

د پاکستان په لمړي اننگز کې چې ۶۲۸ رنزونه جوړ کړی شوي وو ، پکې محمدحفيظ غبرگې سنچريانې (۲۲۴) جوړې کړې وې او دا د حفيظ په کيريئر کې تر ټولو زيات سکور ؤ .

محمدحفيظ په ۲۳ چوکو او درې چهکو لگولو سره ۲۲۴ رنزونه جوړ کړي وو .

د پاکستان او بنگله دېش ترمينځ د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز کې لمړی مېچ سر په سرشو ، خو له دې وړاندې بنگله دېش ـ پاکستان ته د يو ورځنو او ټي ټيونټي مېچونو په دواړو سيريزو کې په صفر سره ماتې ورکړې وه .

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG