په ټول پاکستان کې د خواري کښو د تنظيم مشر گل رحمان واېي په پاکستان کې د مزدور او خواري کښ بدې ورځې بدلولو د پاره نه قانون، نه کارخانه دار ، نه د خواري کښو تنظيمونو او نه هم حکومت څه کړي دي.
وایس اف امريکه ډیوه ریډیو پریس کانفرنس پروگرام کې گل رحمان واېي د حکومتونو لخوا د مزدور د پاره قانوني تنخواه ټاکل شوی ده خو عملي نه ده- دی واېي مزدور په خپل قانوني حق خبر نه دی- " نه پوهیږم چې په دومره لږو پیسو کې یو مزدور خپله کورنۍ څنگه پالي"
گل رحمان د څو لسیزو راهسې د مزدورانو د حقونو جگړه کوي – نوموړي د حقونو غوښتلو دغه سفر د چارسدی نه پیل کړی ؤ- او وس په پاکستان کې د پولینډ د پخواني صدر او د مزدورانو د حقونو اتل لیچ ولیسا برابر شخصیت گڼل کیږي-
په پریس کانفرس پروگرام کې نورو میلمنو نذیر جان لالا، شمیم شاهد، او اسلم خان هم برخه اخستی- کوربه یې بهروز خان دی تاسو یې دلته اوریدلې شئ-