لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبنگله ديش په ضد دمحمد حفيظ ډبل سنچري


 ديونس خان اؤ محمد حفيظ ترمينځ د٦٢ رنز دشراکت څخه وروستو تاج الاسلام يونس خان په ٣٣ رنز اؤټ کړو.
ديونس خان اؤ محمد حفيظ ترمينځ د٦٢ رنز دشراکت څخه وروستو تاج الاسلام يونس خان په ٣٣ رنز اؤټ کړو.

دبنگله ديش په ضد کهلنا کې دروان لمړي ټيسټ ميچ په دريمه ورځ محمد حفيظ دزيارت په ورځ ډبل سنچري وهلې ده اؤ دغه شان دپاکستان سکور ددريوؤ وکټو په تاوان 367ؤ ته رسيدلى.

پاکستان ته په بنگله ديش په داسې حال کې د٣٥ رنز برتري ترلاسه ده چې ٧ وکټې په لاس کې لري.

له دې وړاندې محمد حفيظ دنيوزي لينډ په ضد تيرکال دنومبر په مياشت کې شارجه کې ترټولو زيات انفرادي ١٩٧ رنز جوړ کړي وؤ، موجوده ميچ کې محمد حفيظ تر دې مهاله ٢١ چوکې اؤ درې چکې وهلې دي.

ديونس خان اؤ محمد حفيظ ترمينځ د٦٢ رنز دشراکت څخه وروستو تاج الاسلام يونس خان په ٣٣ رنز اؤټ کړو.

پاکستان نن سحر ديو وکټ په تاوان د227 رنز څخه دخپل اننگز اغاز کړى ؤ اؤ په سحرني سيشن کې اظهرعلي يواځينى اؤټ شوى بيټسمين ؤ، هغه شوگاتا هوم په ٨٣ رنز وروستو له هغې اؤټ کړو چې دهغه اؤ محمد حفيظ ترمينځ د227 رنز شراکت داري وشوه.

له دې وړاندې دبنگله ديش لخوا تميم اقبال ٢٥، امرالقيس ٥١، مومن الحق ٨٠، محمدالله ٤٩،اؤ شکيب الحسن ١٢ ، سوميا سرکار ٣٣ ،تاج الاسلام ١ اؤ محمد شاهد ١٠ ،مشفق الرحيم ٣٢ ، شووگاتا هوم په ١٢ اؤ ربيع الحسين په ٢ دوه رنز جوړ کړي دي.

دپاکستان لخوا ياسر شاه اؤ اؤ وهاب رياض درې درې اؤ محمد حفيظ اؤ ذوالفقار بابر دوه، دوه وکټې ترلاسه کړې وې.

تر دې مهاله دپاکستان اؤ بنگله ديش ترمينځ ١٤ ټيسټ ميچونه ترسره شوي اؤ دغه ټول ميچونه پاکستان گټلي دي.

دکرکټ ماهران وائي چې په تاريخ کې په لمړي ځل دون ډى سيريز په گټلو سره پاکستان ته په کلين سويپ ورکولو اؤ يواځيني ټي ټوئنټې ميچ کې په ماتې ورکولو سره دبنگله ديشي ټيم حوصلې لوړي شوي اؤ اوس به هغوي پاکستان ته په ټيسټ ميچ کې دماتې ورکولو هڅه کوي خو په دې ميچ کې به دبنگله ديشي ټيم دگټې دلړۍ مخنيوى دټيسټ ميچ دپاکستاني کپتان مصباح الحق لپاره ازميښت وي.

دپاکستان ټيم : محمد حفيظ، اظهرعلي، مصباح الحق، يونس خان، اسد شفيق، سرفراز احمد، ياسر شاه، هاب رياض، سميع اسلم، ذوالفقار بابر اؤ جنيد خان.

دبنگله ديش ټيم : شکيب الحسن، مشفق الرحيم، شووگاتا هوم، تاج الاسلام، روبيل حسين، تميم اقبال، امرالقيس، مومن الحق، محمودالله، سوميا سرکار اؤ محمد شاهد.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG