لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور : بمي چاؤدنه کې يو تن ووژل شو


نزدې دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دامنيتي ځواکونو يو کاروان تيريدو
نزدې دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دامنيتي ځواکونو يو کاروان تيريدو

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دنهې په ورځ دکورني جوړ شوي بم ( ائي اي ډي) په يوه چاؤدنه کې يو تن وژل شوى دى.

دپوليسوترمخه دپيښور دحيات اباد په باغ ناران سيمه کې ديو سکول سره نزدې دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دامنيتي ځواکونو يو کاروان تيريدو ، خو په دغه چاؤدنه کې دامنيتي ځواکونو کوم گاډي ته زيان نۀ دى رسيدلى.

چاؤدنه کې ژوبل شوى تن دعلاج لپاره حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته وړل شوي ؤ چرته چې هغه ساه ورکړې ده.

خيبرپښتونخوا صوبه کې دنهې په ورځ په امنيتي ځواکونو ترسره شوې دغه دوهمه بمي چاؤدنه وه.

له دې وړاندې غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان په ډيره اسماعيل خان سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دترسره شوې بمي چاؤدنې مسؤليت په غاړه اخستى.

پاکستان دتيرکال راهسې پخپلو دوؤ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دورانکارو په ضد عمليات پيل کړي اؤ پوځ يې دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله په مجموعي ډول خواؤشا 2500 جنگيالي وژلي اؤ 300ؤ عسکرو پکې هم خپل ژوند دلاسه ورکړى.

خو طالبان ځان ته داوښتې په دومره لويه پيمانه داوښتې مرگ ژوبلې ترديد کوي اؤ سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستان مرکزي حکومت تيرکال پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو دپيښې وروستو د٢٠٠٨م څخه هيواد کې دتيزندۍ په سزا برقراره پابندي پورته کړې وه اؤ ددسمبر دمياشتې څخه تر دې مهاله پاکستان په بيلا بيلو جرمونو کې ککړ ٨٠ مجرمان تيزندي کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG