لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دزلزلې له امله دمړو شمير١٠ؤ زرو ته رسيدى شي،دنيپال وزيراعظم


دنهې په ورځ خبري ادارې رائيټرز سره خبرو کې هغه وويل دزلزله ځپلو مرستې لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه خيمې اؤ دوايانې غوښتل شوي دي.
دنهې په ورځ خبري ادارې رائيټرز سره خبرو کې هغه وويل دزلزله ځپلو مرستې لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه خيمې اؤ دوايانې غوښتل شوي دي.

دنيپال وزيراعظم سوشيل کوئراله انديښنه څرگنده کړې ده چې دتيرخالي په ورځ دغه هيواد کې دراغلې زلزلې له امله دمړو شوؤ کسانو شميره ١٠ؤ زرو ته رسيدلى شي.

دنهې په ورځ خبري ادارې رائيټرز سره خبرو کې هغه وويل دزلزله ځپلو مرستې لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه خيمې اؤ دوايانې غوښتل شوي دي.

هغه وويل دنيپال حکومت چې دامدادي هلو ځلو لړ کې څه هم کولى شي هغه په جنگي بنيادونو کوي ، دا يو چيلنج اؤ دنيپال لپاره سخت وخت دى.

دنيپال وزيراعظم وويل چې هيواد کې يې خيمو اؤ دوايانو ته سخت ضرورت دى، زياتره خلک دکورونو دتباه کيدو په وجه په ډاگه شپې سبا کوي، هغه وويل داوؤ زرو څخه زيات خلک ژوبل شوي چې علاج اؤ بحالي يې يو لويې چيلنج دى.

نيپال کې دخالي په ورځ دراغلې طاقتورې زلزلې په نتيجه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٤٤٠٠ؤ څخه اوښتې ده ، اوس هم دراغورځيدلو کورونو اؤ ودانو دملبې لاندې گڼ شمير کې کسان گير دي اؤ خلکو دپلازمينې کټهمنډو څخه تيښته پيل کړې ده.

دملگرو ملتونو ترمخه دزلزلې له امله د٨٠ؤ لکو څخه زيات کسان اغيزمن شوي اؤ مقامي چارواکي وائي چې دژوبل شوؤ کسانو شميره ٨ؤ زرو ته رسيدلې ده.

دامريکا اؤ پاکستان په گډون دبيلا بيلو هيوادونو څخه امدادي ډلې نيپال ته رسيدلي اؤ زلزله ځپلو زرگونو کسانو ته مرستې ورکوي.

دخالي په غرمه نيپال کې دراغلې 7.9 شدت دزلزلې مرکز دپلازمينې کټهمنډو څخه ٨٠ کلو ميټره لري په شمال لويديزه سيمه پوکهار کې ؤ اؤ جړقونه يې په گاونډي هيوادونو، پاکستان، هندوستان اؤ بنگله ديش کې محسوس کړل شوې وې.

کټهمنډو کې دزلزلې په نتيجه کې درامينځته شوې تباهۍ جزئيات مخې ته راروان ، دغلته په لويه پيمانه د کورونو، ودانو، سړکونو اؤ دمواصلاتو نظام دتباه کيدو له امله نورو سيمو پورې دامدادي ډلو رسيدو کې ستونزې رامينځته شوي دي.

ددريوؤ کروړه خلکو دابادۍ لرونکي هيواد نيپال سيمه ييزو چارواکو وئيلي دي چې د٧٣ؤ څخه ٣٥ ضلعې زلزلې ځپلي دي.

دنيپال داخله وزارت وائي چې دمړو شوؤ کسانو شميره ٤٣١٠ؤ ته رسيدلې، په تيرو ٨٠ؤ کلونو کې نيپال کې راغلې دغه تر ټولو بده زلزله وه.

دداخله وزارت دوياند لکشمي پراساد ترمخه په دغه زلزله کې 7,953 کسان ژوبل شوي هم دي،همدغه شان په گاونډي هيوادونو هندوستان اؤ چين کې هم ددغه زلزلې په نتيجه کې خواؤشا ١٠٠ کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG