لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمهوري وطن پارټۍ مشر طلال اکبربگټي په حق رسېدلی


د طلال بگټي د کورنۍ سرچينو وئيلي ، د اتوار په شپه د هغه طبعيت ناسازه شوی او سي اېم اېچ روغتون ته رسول شوی ؤ .
د طلال بگټي د کورنۍ سرچينو وئيلي ، د اتوار په شپه د هغه طبعيت ناسازه شوی او سي اېم اېچ روغتون ته رسول شوی ؤ .

د جمهوري وطن پارټۍ مشر نواب زاده طلال اکبربگټي د ۶۳ کالو په عمر کې نن د گل په ورځ سحر د کوئټې په پوځي روغتون (سي اېم اېچ) کې ساه ورکړې ده .

د طلال بگټي د کورنۍ سرچينو وئيلي ، د اتوار په شپه د هغه طبعيت ناسازه شوی او سي اېم اېچ روغتون ته رسول شوی ؤ .

د راپورونو ترمخه د جمهوري وطن پارټۍ د اطلاعاتو سېکتر گل منک بلوچ وئيلي چې طلال بگټي د ساه بندۍ (دمې) مريض ؤ ، او سي اېم اېچ روغتون ته وړل شوی ؤ چې هلته يې د زړه د دورې له کبله ساه ورکړې ده .

د جمهوري وطن پارټۍ مشر طلال اکبربگټي د بگټي قبيلې مشر او پخواني گورنر او وزيراعلی نواب اکبربگټي زوی ؤ ، اکبربگټي په کال ۲۰۰۶م کې په ډېره بگټي کې يو پوځي اپرېشن کې وژل شوی ؤ .

طلال بگټي ابتدايي زده کړې په ډېره بگټي او وروستو يې نور تعليم د پنجاب صوبې سر ښار لاهورپه ايچي سن کالج کې حاصل کړی ؤ .

طلال بگټي د درېو زامنو شاه زېن بگټي ، نوابزاده گهرام بگټي او ميرچاکربگټي پلار وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG