لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا په مشرۍائتلاف عراق اوشام کې په داعش ۱۵ فضايي حملې کړې


د امريکې په مشرۍ د ائتلافي هېوادونو لخوا په شام او عراق کې د تُندلارې ډلې داعش په ضد فضائي حملې د خالې په ورځ دوامداره ساتلي دي .
د امريکې په مشرۍ د ائتلافي هېوادونو لخوا په شام او عراق کې د تُندلارې ډلې داعش په ضد فضائي حملې د خالې په ورځ دوامداره ساتلي دي .

د امريکې په مشرۍ د ائتلافي هېوادونو لخوا په شام او عراق کې د تُندلارې ډلې داعش په ضد فضائي حملې د خالې په ورځ دوامداره ساتلي دي .

د امريکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو چارواکو وئيلي چې د عراق د دفاع وزارت په منظورۍ د داعش په ضد ۱۱ فضائي حملې شوي دي .

راپورونه وايي په دغوفضائي عملياتو کې په پلوجه، موصل، رامادي او تل اپار کې د داعش جنگي اهداف ، گاډي او په غټه کچه وسله تباه کړی شوې ده .

په شام کې د کوباني سره نزدې اتحادي ځواکونو د جنگي الوتکو د لارې څلور حملې کړي دي .

د اتحادي ځواک مشر بريگيډيئرجنرال تهام وائيډلی وئيلي ، داعش ته د ماتې ورکولو دپاره د اتحاد د ملگرو سره ملاتړ او هغويې سره په گډه کار کوي . هغه وئيلي دغه حملې په عراق کې د کردجنگيالو دپاره گټورې او د داعش په ضد به عراق او شام کې د دې گډې نتيجې مخې ته راځي .

د دې ترڅنگ د خالي په ورځ د عراق او اردن په پوله د داعش درې ځانمرگو د موټرو د لارې ځانونه الوزولي او حملې يې کړي دي ، او چارواکي وايي په دغو بريدونو کې د عراقي ځواکونو څلور غړي وژل شوي دي ، او ۱۰ نور ژوبل شوي دي .

داعش د بريدونو زمه واري قبوله کړې ده .

دغه حمله چې د تربيل په پوله شوې دا د دواړو ملکونو ترمينځ يواځينۍ سرکاري لار ده .

تېرکال وسله والو د عراق په لويه علاقه يرغل کړی ؤ چې پکې د انبار صوبې زياته برخه شامله وه او د تربيل پوله هم دغلته موقعيت لري .

د پوځ چارواکو په وېنا د داعش وسله والو يو لوړ پوړی عراقي کمانډر هم وژلی څوک چې د لمړي ډويژن مشر ؤ . او د جمعې په ورځ انبار صوبه کې په توده جگړه کې يو بل اهلکار وژل شوی ؤ .

د وسله والو په حمله کې چې يوه بمي حمله هم شامله وه ، د يو سينئرکمانډر په گډون لږ تر لږه ۱۰ عسکر وژل شوي او د يو درځن نه زيات نور ژوبل شوي دي .

چارواکي وايي جهادي ډلې تېره اوونۍ رامادي او انبار صوبې سره حملې سېوا کړې ، خو وروستو د عراقي او اتحادي ځواکونو دويې د علاقې نه په شا تمبولي دي .

د اوباما انتظاميې يو سينټر چارواکي د زيارت په ورځ وئيلي ، مونږ گورو چې عراقي ځواکونو د تېرو شپږو مياشتو په پرتله ډېر تکړه شوي دي .

د اتحاد مشر په عراق او شام کې داعش ته د ماتې ورکولو هڅو ته د څو کالونو کمپائن او ډېره اوږده لاره وئيلې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG