لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېوډپيټرياس يو لاک ډالره جرمانه کړی شوی


پيټرياس خپلې هغې خادمې ته پټ معلومات ورکړي او ښکاره کړي ، چې چا د نوموړي په سوانح عمرۍ کتاب ليکلو او سزا ورته په دغسې کولو ورکړی شوې ده .
پيټرياس خپلې هغې خادمې ته پټ معلومات ورکړي او ښکاره کړي ، چې چا د نوموړي په سوانح عمرۍ کتاب ليکلو او سزا ورته په دغسې کولو ورکړی شوې ده .

د امريکې د مرکزي استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډېوډپيټرياس باندې د زيارت په ورځ يو لاک ډالره جرمانه لگول شوې او هغه ته د دوه کالو دپاره د پروبېشن (د څارلاندې ساتلو) سزا اورول شوې ده .

پيټرياس خپلې هغې خادمې ته پټ معلومات ورکړي او ښکاره کړي ، چې چا د نوموړي په سوانح عمرۍ کتاب ليکلو او سزا ورته په دغسې کولو ورکړی شوې ده .

۶۲ کلن پيټرياس په عراق او افغانستان کې د امريکې د جنگ په وخت د امريکې د پوځ لوړ پوړی جنرال ؤ ، او بيا صدر باراک اوباما هغه د سي ائي ای مشر جوړ کړو . يو کال د سي ائي ای د مشرۍ وروستو نوموړي بيا د دغې څوکۍ نه استعفی ورکړه .

د هغه کيرئير (کار) او نوم دوه نيم کاله وړاندې هغه وخت د نيوکو لاندې راغلی او رسوا شو چې کله د هغه د سوانح ليکونکې ښځې پاولابراډويل سره د هغه اړيکې ښکاره شوې . دغه کتاب د هغې ښځې سره د اړيکو د خبر ښکاره کېدو نه درې کاله مخکې خپور شوی ؤ .

پيټرياس دوه مياشتې وړاندې د دغې جرم اعتراف کړی ؤ ، چې پټ مواد يا معلومات يې ښکاره کړي ؤ .

د استعاثې وکيلانو وئيلي چې کله براډويل په خپل کتاب کار کوؤ ، پيټرياس هغې ته د پټو موادو اته جلدونه ورکړي ؤ ، دغه مواد نوموړي په غېرقانوني توگه د هغې وخت نه ځان سره ساتلي ؤ ، چې کله هغه په افغانستان کې د امريکايي پوځ لوړ پوړی مشر ؤ .

په دغو موادو کې د پټو کارکوؤنکو نومونه ، د ائتلافي جنگ سټراټيجي نوټس ، او د پيټرياس او صدر باراک اوباما او قامي امنيتي کونسل د غړو ترمينځ خبرې شاملې وې .

استعاثې وئيلي ، پيټرياس چې نزدې د څلورو لسيزو پورې د امريکې پوځ ته خدمات ترسره کړي ، تحقيق کارو ته يې په لمړي سر کې دروغ وئيلي ؤ . او دعوه يې کړې وه چې براډويل ته يې پټ مواد نه دي ورکړي .

د اقبال جرم وروستو به اوس پيټرياس ته يو کال بند تېرول وي او د استعاثې وکيلانو هغه د ۴۰زرو ډالرو جرمانې او دوه کاله د څارلاندې لاندې ساتلو خواست کړی ؤ . ولې د جنوبي کېرولينا د ښار شارلی امريکايي جج کېسلر د دغې موقف سره اتفاق نه دی کړی او فېصله يې کړې چې جرمانه زياتوي ځکه چې د کېس د سخت والي نوعيت ترې څرگند شي .

پيټرياس په خپلو کړو بخښنه غوښتې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG