لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نواز شريف اؤ جنرل راحيل شريف رياض ته روان شوي


 سعودي عرب ته ددورې کولو په اړه فيصله تيره ورځ دوزيراعظم په مشرۍ دلوړې کچې په يوه غونډه کې شوې وه.
سعودي عرب ته ددورې کولو په اړه فيصله تيره ورځ دوزيراعظم په مشرۍ دلوړې کچې په يوه غونډه کې شوې وه.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دزيارت په ورځ دسعودي عرب په يوه ورځنۍ دوره رياض ته روان شوي دي چرته چې به هغوي دسعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز اؤ دسعودي عرب نورو چارواکو سره ديمن په بحران خبرې اترې کوي.

تيره مياشت يمن کې دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دائتلافي هيوادونو له لوري دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دفضائي حملو شروع کيدو څخه وروستو دسعودي عرب حکومت پاکستان ته په دغو عملياتو کې دسمندري، فضائي اؤ ځمکني پوځ مرسته غوښتې وه.

خو وروستو دپاکستاني پارلمان دگډې غونډې په يو منظور کړل شوي قرارداد کې حکومت ته وينا شوې وه چې ديمن معامله کې بې پلوه پاتې شي اؤ ددغه ستونزې هواري کې دې دمينځگړتوب اؤ جوړجاړي لپاره کردار ادا کړي.

وزيراعظم نواز شريف سره ددغه دورې په مهال دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف ترڅنگ ددفاع وزير خواجه اصف،ډي جي ايم ، ډي جي ائي ايس پي ار، ځانگړى مرستيال طارق فاطمي اؤ خارجه سکتر ښاغلى اعزاز احمدچوهدري هم ملگري دي.

سعودي عرب ته ددورې کولو په اړه فيصله تيره ورځ دوزيراعظم په مشرۍ دلوړې کچې په يوه غونډه کې شوې وه.

يمن کې دسعودي په مشرۍ دفضائي حملو دپيل کيدو څخه وروستو پاکستان کې دعسکري اؤ حکومتي چارواکو ترمينځ دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ څو غونډې هم شوې وې اؤ وروستو وزيراعظم دپاليسۍ پخپل يو بيان کې په ډاگه کړې وه چې هغوي به خپل ملگري يواځې نۀ پريږدي اؤ دسعودي عرب سلامتۍ اؤ سيمه ييز سالميت ته دخطرې پيښيدو په صورت کې به يې دفاع کوي.

دپاکستان خارجه دفتر دشورو په ورځ دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دپوځي کارروائيو دختمولو هرکلى کړى دى.

له دې وړاندې دسعودي عرب په مشرۍ جوړ شوي د١٠ؤ هيوادونو عرب ائتلاف يمن کې دايران پلوه شيعه حوثي ياغيانو په ضد دپوځي کارروايۍ دختمولو اعلان کړى ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG