لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن په بحران غور لپاره وزيراعظم شريف اؤ جنرل راحيل سعودي ته ځي


بيان کې دسعودي عرب دحکومت له لوري يمن کې دفضائي کارروائيو دبندولو هرکلى شوى.
بيان کې دسعودي عرب دحکومت له لوري يمن کې دفضائي کارروائيو دبندولو هرکلى شوى.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف به دزيارت په ورځ په يوه ورځنۍ دوره سعودي عرب ته ځي.

ددې خبرې فيصلې دشورو په ورځ دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دلوړې کچې په يوه غونډه کې شوې، دسرکاري بيان ترمخه ددې دورې مقصد يمن کې په بدليدونکي صورتحال خبرې اترې کول اؤ اؤ دسعودي حکومت اؤ اولس سره ديو والي څرگندونه کول دي.

بيان کې دسعودي عرب دحکومت له لوري يمن کې دفضائي کارروائيو دبندولو هرکلى شوى.

دوزيراعظم په مشرۍ سعودي عرب ته تلونکي هيئت کې به دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل ترڅنگ ددفاع وزير خواجه اصف اؤ خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري هم شامل دي.

تيره مياشت يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ دعملياتو دپيل کيدو څخه وروستو دسعودي عرب حکومت پاکستان ته په دغو عملياتو کې دشامليدو خواست کړى ؤ.

يمن کې دسعودي په مشرۍ دفضائي حملو دپيل کيدو څخه وروستو پاکستان کې دعسکري اؤ حکومتي چارواکو ترمينځ دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ څو غونډې هم شوې وې اؤ وروستو وزيراعظم دپاليسۍ پخپل يو بيان کې په ډاگه کړې وه چې هغوي به خپل ملگري يواځې نۀ پريږدي اؤ دسعودي عرب سلامتۍ اؤ سيمه ييز سالميت ته دخطرې پيښيدو په صورت کې به يې دفاع کوي.

دپاکستان خارجه دفتر دشورو په ورځ دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دپوځي کارروائيو دختمولو هرکلى کړى دى.

له دې وړاندې دسعودي عرب په مشرۍ جوړ شوي د١٠ؤ هيوادونو عرب ائتلاف يمن کې دايران پلوه شيعه حوثي ياغيانو په ضد دپوځي کارروايۍ دختمولو اعلان کړى ؤ

په عرب ټي وي العربيه خپور شوي يو بيان کې پوځي ائتلاف وئيلي دي چې يمن کې دروان اپريشن ډيزرټ اسټارم هدفونه ترلاسه کړل شوي دي اؤ اوس به يو نوى اپريشن شروع کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG