لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پنجاب صوبه کې څلور کسان تيزندي کړى شوي


 دساهيوال سنټرل جيل کې دقتل مجرم زاهد حسين چوهان تيزندي کړى شوي، هغه په کال ٢٠٠١ء کې پوليس عسکر وژلى ؤ.
دساهيوال سنټرل جيل کې دقتل مجرم زاهد حسين چوهان تيزندي کړى شوي، هغه په کال ٢٠٠١ء کې پوليس عسکر وژلى ؤ.

دپاکستان دپنجاب صوبې په مختلفو جيلونو کې نن دشورو په ورځ څلور مجرمان تيزندي کړى شوي دي.

دساهيوال سنټرل جيل کې دقتل مجرم زاهد حسين چوهان تيزندي کړى شوي، هغه په کال ٢٠٠١ء کې پوليس عسکر وژلى ؤ.

دبهاؤلپور سنټرل جيل کې هم دقتل مجرم نذير احمد تيزندي کړى شوي، مجرم په کال ٢٠٠١ء کې دلوبې په مهال خپل ملگرى وژلى ؤ.

دلاهور کوټ لکهپت جيل کې سحر وختي دوه مجرمان تيزندي کړل شوي، مجرم معظم په کال ١٩٩٥ء کې ناصراقبال اؤ سيکورټي گارډ رضوان ديوصنعت کار سيټهـ عابد دزوې په گډون شپږ کسان وژلي وؤ.

په ياده دې وي چې يوه ورځ وړاندې هم دپاکستان مختلفو جيلونو کې ١٧ کسان تيزندي کړى شوي وؤ چې له دې وروستو په دوؤ ورځو کې دغه هيواد کې دتيزندي کړل شوؤ کسانو شميره ٢١ؤ ته رسيدلې ده.

تيره ورځ دفيصل اباد، گجرانوالې، اؤ راولپينډۍ په جيلونو کې نهه اؤ دسيالکوټ، ساهيوال، ملتان اؤ لاهور په جيلونو کې ٨ کسان تيزندي کړى شوي وؤ.

دپاکستان مرکزي حکومت په ١٧م دسمبر،٢٠١٤م کې په ابتدائي توگه هيواد کې يواځې دترهه گرۍ کيسونو کې دتيزندۍ په سزا عمل درامد پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو بحال کړى ؤ، خو وروستو حکومت دمرگ دسزا موندونکو ټولو مجرمانو په سزا عمل درامد بحال کړو.

تير کال په ١٦م دسمبر پيښور کې په سکول دحملې ترسره کيدو څخه راپديخوا دپاکستان مختلفو جيلونو کې تر دې مهاله خواؤشا ٨٠ مجرمان تيزندي کړل شوي دي.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG