لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي اې اېف يو افسرد جاسوسۍ په تور کې نيول شوی


د نيول شوي افسر مېرمن فائزه حسن عدالت ته په خواست کې وئيلي چې د پي اې اېف چارواکو يې خاوند تېر کال د نومبر په مياشت کې نيولی ؤ .
د نيول شوي افسر مېرمن فائزه حسن عدالت ته په خواست کې وئيلي چې د پي اې اېف چارواکو يې خاوند تېر کال د نومبر په مياشت کې نيولی ؤ .

د پاکستان هوائي پوځ (پي ای اېف) لخوا د گل په ورځ اسلام اباد هائيکورټ ته وئيل شوي چې سکوارډن ليډر حسن اختر يې د جاسوسۍ په تور کې نيولی دی .

د انگرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د هوائي پوځ د افسرنيولو خبره هغه وخت مخې ته راغلې ، چې کله د گل په ورځ د سکوارډن ليډر حسن اختر مېرمنې ډاکټر فائزه حسن د خپل خاوند خوشي کېدو دپاره اسلام اباد هائيکورټ کې د جمع کړي تحريري خواست اورېدنه شوې ده .

فائزه حسن عدالت ته په خواست کې وئيلي چې د پي اې اېف چارواکو يې خاوند تېر کال د نومبر په مياشت کې نيولی ؤ .

په خواست شوي بيان کې وئيل شوي ، چې د دسمبر په ۱۹م نېټه ډائريکټر ايئرانټيلي جنس ايئرکموډور عاصم خواست کوؤنکې خبر کړې وه چې خاوند يې په حراست (بند) کې دی او د هغه نه د پلټنو پوره کېدو وروستو به خوشی کړی شي .

په خواست کې د پي اې اېف په چارواکو تور لگول شوی چې نيول شوي افسر سره يې د کور والو د ملاقات انتظام نه دی کړی .

د پي اې اېف جج اېډوکيټ جنرل ډائريکټوريټ فلائيټ لفټننټ اسد عدالت ته وئيلي چې سکوارډن ليډر حسن اختر يې په جاسوسۍ کولو نيولی دی ، او دغه معامله د اړونده چارواکو سره روانه ده . هغه ادعا کړې چې افسريې د قانوني عمل په ترڅ کې نيولی دی .

ډپټي اټارني جنرل حسنېن ابراهيم کاظمي عدالت ته په دلائلو وړاندې کولو کې وئيلي چې درخواست گزار د عدالت نه رښتيا پټ ساتلي دي .

نوموړي وئيلي چې د افسر نيولو وروستو د پي اې اېف چارواکو د هغه د کورنۍ سره د ليدو انتظام کړی ؤ او ډپټي اټارني جنرل عدالت ته د دغې ليدنې يو ثبوت هم وړاندې کړی چې د نيول شوي افسر د مېرمنې دستخط پرې شوی ؤ .

ډپټي اټارني جنرل ادعا کړې چې د ائين د ارټيکل ۱۹۹(۳) لاندې هائيکورټ د دغې خواست اورېدنه نه شي کولی .

نوموړي دا ادعا هم کړې ده چې چارواکو نيول شوی افسر د هغې وخت نه هره اوونۍ ځانگړي عدالت ته وړاندې کړې دی ، چې کله هغه نيول شوی ؤ .

جسټس شوکت صديقي د ډاکټر فوزيې د وکيل ريټائرډ کرنل انعام الرحيم اېډوکېټ نه تپوس کړی چې د ائين د ارټيکل ۱۹۹(۳) هائيکورټ د دې نه منع کوي چې د وسله وال پوځ د غړو سره اړونده خواستونو اورېدنه وکړي ، په داسې کې عدالت څنگه دغه کېس واوري .

خو وکيل په خپلو دلائلو کې وئيلي چې هائيکورټ په انصاف د ولاړې اورېدنې يقينې کولو دپاره د پوځ د غړو سره اړونده خواستونو اورېدنه کولی شي .

نوموړي وئيلي چې د ائين د ارټيکل ۱۰ـ اې لاندې دا د هائيکورټ زمه واري ده چې په خپل اختيار کې دننه د راتلونکي هر وگړي منصفانه اورېدنه يې يقيني کړي .

کرنل انعام الرحيم اېډوکېټ په گوته کړې چې عدالت د پي اې اېف د چارواکو د بدنيتۍ د څيړنې کولو وروستو د افسر د نيولو په ضد په دغه معامله کې فيصله کولی شي .

د نيول شوي افسر وکيل عدالت ته وئيلي ، چې د پي اې اېف چارواکو هغه سره د ليدو انتظام د افسر د مېرمنې لخوا په اسلام اباد هائيکورټ کې د خواست کولو وروستو شوی ؤ .

هغه وئيلي چې د پي اې اېف د اېکټ لاندې پکار وه چي نيول شوي افسر ته په ۴۸ ساعتونو کې چارج شيټ (د هغه دجرم وضاحت) ورکړی شوی وی ، خو دا کار تراوسه نه دی شوی .

انعام الرحيم زياته کړه نيول شوی افسر په غېرواضحه تورونو کې د تېرو شپږو مياشتو راهسې په بند کی دی .

هغه عدالت ته خواست وکړو چې د سکوارډن ليډر حسن اختر نيول غېرقانوني وگرځوي او د پي اې اېف چارواکو ته د هغه د خوشي کولو هدايات جاري کړي .

راپورونه وايي د پي اې اېف لخوا عدالت ته وئيل شوي چې افسر تېره مياشت نيول شوی په نومبر کې نه دی نيول شوی ، او د نيول شوي افسر وکيل عدالت ته وئيلي پي اې اېف دي په دغې اړه تحريري ځواب جمع کړي . او د خواست اورېدنه د ېوې اوونۍ دپاره ځنډول شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG