لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ لوظنامې لاسليک شوي


د دستورې په مهال د چين په مرسته پاکستان سره کېدونکې يو شمېر لوظنامې د ميډيا په مخامخ لاس ليک شوې ، او په دغه موقع دواړو مشرانو د اته ؤ منصوبو پرانستي هم وکړې .
د دستورې په مهال د چين په مرسته پاکستان سره کېدونکې يو شمېر لوظنامې د ميډيا په مخامخ لاس ليک شوې ، او په دغه موقع دواړو مشرانو د اته ؤ منصوبو پرانستي هم وکړې .

د چين صدر شي جنپنگ چې نن د گل په ورځ په دوه ورځنۍ سرکاري دوره پاکستان ته رسېدلی ، او دغه دوره پاکستان ډېره مهمه بلي . د دورې په مهال د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ ۵۱ لوظنامې او مفاهمتي يادداشتونه لاس ليک شوي دي .

د چين د صدر اسلام اباد ته د رارسيدو نه پس د وزيراعظم په ماڼۍ کې د شي جنپنگ او نوازشريف په موجودگۍ کې د چين او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په گډون يوه دستوره شوې ، او د دغې دستورې په مهال د چين په مرسته پاکستان سره کېدونکې يو شمېر لوظنامې د ميډيا په مخامخ لاس ليک شوې ، او په دغه موقع دواړو مشرانو د اته ؤ منصوبو پرانستي هم وکړې .

د دستورې په مهال وزيراعظم نوازشريف او د چين صدر شي جنپنگ خبري غونډې ته په گډه ويناوې وکړې .

نوازشريف د چين صدر ته هرکلی ووئيلو ، او د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ په اړه يې ووئيل چې دا به د ټولو صوبو په گټه وي ، او دا به پاکستان د اقتصاد او سرمايه کارۍ مرکز جوړ کړي . هغه ووئيل د دې ترڅنگ اقتصادي راهداري به چين هم د دې قابل جوړ کړي چې په لږ وخت او کم خرڅ به د جنوبي ، مينځني او ختيز ايشيا په گډون منځني ختيزاو افريقې سره تجارت او سرمايه کاري وکړي .

وزيراعظم ووئيل دا اقتصادي راهداري به د امن او خوشحالۍ علامت وگرځي .

نوازشريف زياته کړه د صدر شي جنپنگ سره يو ځايې شوې يادگارې پرېکړې به د پاکستان او چين اړيکې نورې مظبوطي کړي او د دې به په راتلونکې کې د دواړو ملکونو په گډ اقتصاد ، امن او سيمې په استحکام ښه اثرات وي .

هغه ووئيل د دواړو فريقو ترمينځ په سيمه ئيز او نړيوال بدلون خبرې اترې وشوې ، او دواړه ملکونه په سيمه کې د امن په ځايې کولو کې په گډه په کار کولو صلاح دي .

په دغه مهال شي جنپنگ خپلو خبرو کې د پاکستان لخوا د هغه د تود هرکلي ستائنه وکړه او ويې وئيل چين غواړي چې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې د پاکستان قوت نور سېوا کړي .

د چين صدر د اقتصادي راهدارۍ په اړه ووئيل دا د دواړو هېوادونو په گټه دی ، هغه زياته کړه دواړه فريقه يقين ساتي ، چې د اقتصادي راهدارۍ د جوړېدو سره دا خبره په نظر کې ساتل پکار دي چې د دې نه د پاکستان د مختلفو برخو خلکو ته فائده ورسي .

هغه زياته کړه چې د پاکستان او چين ترمينځ لاس ليک شوؤ لوظنامو کې د ۳۰ نه زياتې د اقتصادي راهدارۍ سره اړونده دي .

شي جنپنگ په خپلو خبرو د افغانستان يادگېرنه هم وکړه او ويې وئيل پاکستان او چين د افغانستان د روغې جوړې په عمل کې په تعميري کردار ادا کولو يو دي ، د دې دپاره چې په هغه هېواد کې امن او ثبات وي .

د چين صدر ووئيل ملک به ې د پاکستان په اقتصادي او سماجي پرمختگ کې مرستې جاري ساتي .

د پاکستان او چين ترمينځ چې د اقتصادي راهدارۍ په ۵۱ لوظنامو او يادداشتونو لاس ليک شوی دی ، د ترقۍ او منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال وئيلي ، اقتصادي راهداري يوه نه ډېرې منصوبې دي .

نوموړي وئيلي چې د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ (سړک) په منصوبه کار پېل شوی ، او دغه سړک به د گوادر نه په خضدار، کوئټه او ډېره اسماعيل خان تېرولی شي .

خو پښتون قام پرست گوندونه عوامي نيشنل پارټۍ او د پختونخوا ملي عوامي پارټۍ سره نورې سياسي ډلې وايي حکومت د گوادر نه تر چين پورې د جوړېدونکې راهدارۍ (سړک) لمړۍ نقشه چې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په مختلفو سيمو تيريږي بدله کړې او پنجاب صوبې پله يې اړولې ده .

د مسلم ليگ (ن) ډلې په حکومت نيوکې کيږي چې يواځې پنجاب صوبې ته ترقي ورکوي ، او وړې صوبې محرومه ساتي .

ولې احسن اقبال وئيلي چې دغه راهداري د يو سړک نوم نه دی بلکې دا يو چوکاټ دی او د گڼو منصوبو مجموعه ده .

له دې وړاندې نن د گل په ورځ د چين د صدراسلام اباد ته په رارسېدو صدرممنون حسېن ، وزيراعظم نوازشريف او د پاکستان د ځکمني ، سمندري او هوائي پوځ مشرانو او د مرکزي کابيني غړو د شي جنپنگ تود هرکلی وکړو ، او هغه ته د ۲۱ توپو سلامي ورکړی شوه .

د چين د صدر راتگ په مهال پلازمينه اسلام اباد کې کلک امنيتي گامونه پورته کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG